شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د بشري حقونو سازمان: له جنایتونو د شکایت لپاره افغانانو ته اسانتیاوې نه دي برابرې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 02 ليندی 1396 ساعت 08:17

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي، هېواد کې دننه د بشر ضد او جنګي جرمونو قربانیانو ته د شکایتونو د ثبتولو اسانتیاوې نه دي برابرې. د دغه سازمان په باور، ډېری دغه قربانیان په لرو پرتو سیمو کې اوسي چې ددوی په وینا، نه یې امنیت خوندي دی او نه هم معلوماتي ټکنالوژۍ ته پوره لاسرسی لري. د جرمونو نړېوالې محکمې څارنوالان وايي چې د سي. آى. اې غړو، امريکايي او افغان ځواکونو، طالبانو او نورو ډلو افغانستان کې د بشر ضد جرمونه کړي چې باید وڅېړل شي. دغې محکمې قربانیانو ته څه باندې دوه میاشتې وخت ورکړی چې په انلاین بڼه خپل شکایتونه ورسوي. دغه شکایتونه په دري، پښتو، انګلیسي او فرانسوي ژبو ثبتېدای شي. د افغانستان دبشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل دا ګام د بشري حقونو د ټینګښت لپاره ګټور بولي خو وایي، قربانیانو ته ورکړل شوی مهلت کم دی. د ده په باور قربانیان ډیری نالوسته او په لرو پرتو سیمو کې اوسي چې په انلاین بڼه د شکایتونو د ثبتولو امکانات نه لري. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا د جرمونو نړېوالې محکمې د دغه ګام هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې له قربانیانو سره به د شکایتونو د ثبت په بهیر کې مرسته وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې