شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پرون د کابل په قره باغ کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 02 ليندی 1396 ساعت 11:28

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله يو کس وژل شوى او د ناټو د درېيو سرتېرو په ګډون ١٤ کسان ټپيان شوي دي. د قره باغ ولسوال محمد ظريف راشد وويل چې دغه بريد پرون مازديګر د اورياخېلو په سيمه کې شوى دی. هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل د ناټو ځواکونو له کاروان سره جنګولى دی. ولسوال وايي چې په دغه بريد کې يو ماشوم وژل شوى، د ناټو د درېیو سرتېرو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شوي دي. نوموړي وويل چې په ټپيانو کې د پنځو ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى. په کابل کې مېشت ناټو ځواکونه پېښه مني، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي. بلخوا د جورجيا د دفاع وزارت اعلان کړى چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې درې سرتېري ټپيان شوي دي. د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

Addthis

 




مل پاڼې