شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: زموږ له مرستې پرته افغانستان ته سوله راوستل ناشوني دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
جمعه 03 ليندی 1396 ساعت 07:37

د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې د سولې راوستل ناشونی کار دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي، په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره د امریکا او پاکستان ګډه همکاري اړینه ده. نوموړي ویلي د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو پر ښه کېدو کار روان دی او همدا راز له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو د پيلولو هڅې هم پيل شوې دي. اقبال له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره روانه مبارزه د امریکا او پاکستان په همکارۍ له منځه تللی شي. هغه همدا راز ټینګار کړی دی، چې خاوره به یې د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي او ګاونډیانو ته هم په کار ده، چې خاوره یې د پاکستان پر ضد و نه کارول شی. اقبال داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې افغان حکومت، ناټو، هند او امریکا پاکستان د ترهګرو ملاتړی بولي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له دې چارې لاس واخلي.

Addthis

 




مل پاڼې