دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د چین استازی: زموږ حکومت په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو ملاتړی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 14 ليندی 1396 ساعت 10:57

د ملي امنيت سلاکار وايي، هغه هېوادونه چې له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لري، خپلې اړيکې دې پر مثبت جهت وکاروي او هغوى دې د سولې لپاره چمتو کړي. نوموړي، دغه خبرې پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د چين له ځانګړي استازي سره په کابل کې د کتنې پرمهال کړې دي. د ملي امنيت شورا له دفتر په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو د سیمي په سیاسي او امنیتي حالت خبرې وکړې. د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په دې ناسته کې ويلي، د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې شریکې ګټې او ګډ دښمن لري، چې د دښمن د ځپلو او مشترکو ګټو ته د رسېدو لپاره صادقانه همکاریو ته جدي اړتیا ده. د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت قربانۍ ستایلې دي. نوموړي د افغانستان له وسله والو مخالفينو سره د سولې بهير په برخه کې د خپل هېواد د سياسي مشرتابه له خوا د بشپړې همکارې ډاډ ورکړی دی.

Addthis

 




مل پاڼې