افغانستان http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan Sun, 17 Dec 2017 07:53:02 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir حضرت عمر زاخیلوال: د سولې لپاره باید بښنه اعلان شي او طالبان په حکومت کې شریک کړل شي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14927-2017-12-17-03-41-57 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14927-2017-12-17-03-41-57 په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وايي د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. نوموړي له ډېوې راډيو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ستونزه د جګړو او سرتېرو پر مټ نه بلکې د افغان لورو تر منځ پر مخامخ خبرو او مذاکراتو حل کېدای شي. هغه همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د حل لپاره باید عمومي بښنه اعلان شي او طالبانو ته په حکومت کې واک ورکړل شي. زاخېلوال زیاته کړې، چې اوسني طالبان هغه پخواني طالبان نه دي او اوسني بهیر یې نوي رنګونه پیدا کړي دي. افغان سفیر وايي په سیمه کې روانې ناندرۍ یوازې د همکاریو له لارې حل کېدای شي. هغه دا هم ویلي، چې پاکستان او افغانستان له همکارۍ پرته بله لار نه لري. زاخیلوال له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره دې په رښتینې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او ددوی له ملاتړه لاس واخلي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 17 Dec 2017 03:40:53 +0000
پخوانی پاکستانی سفیر: پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې اور ته لمن وهي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14925-2017-12-17-03-38-59 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14925-2017-12-17-03-38-59 پاکستان لا هم په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي. د پاکستان پخواني ديپلومات حسین حقاني په امریکا کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې یو پياوړی حکومت جوړ کړي، خو دا کار د پاکستان په ګټه نه دی. ددغه پاکستاني ديپلومات په وینا پاکستان له امریکا سره ژمنه کوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، خو له بلې خو د ترهګرو ملاتړی دی. هغه وايي په سیمه کې د پاکستان او امریکا اهداف یو شی نه دي، نو ځکه هلته جګړې له منځه نه ځي. حقاني زیاته کړې، پاکستان هڅه کوي له هند سره رقابت وکړي، خو امریکا بیا ترهګر ځپي. حقاني دا هم ویلي، چې پاکستان له یوې خوا ځان د اور وژنې په ډله کې ولاړ بولي او له بلې خوا اور ته لمن وهي او جګړې پراخوي. هغه ټینګار کړی، چې د سیمې د ثبات لپاره باید پاکستان په رښتینې توګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او دغه پدیده له خپلې خاورې ورکه کړي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 17 Dec 2017 03:37:10 +0000
د پاکستان، ناټو او افغانستان نظامي چارواکو د ډیورنډ په اړه خبرې کړې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14924-2017-12-17-03-36-53 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14924-2017-12-17-03-36-53 کابل کې افغانستان، پاکستان او د غوڅ ملاتړ پوځیانو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. د ملي د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، چې دا درې میاشتنۍ نوبتي غونډه ده او تر ډېره په دې غونډه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر امنیت او ستونزو بحث شوی دی. هغه دا هم وویل، چې د پاکستان له لوري د توغندیو د بریدونو په اړه هم خبرې شوې دي. وزیري زیاته کړه چې ددې تر څنګ په دغه غونډه کې پر نورو مسایلو هم خبرې شوې خو پوره معلومات یې ور نه کړل.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 17 Dec 2017 03:34:51 +0000
د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14921-2017-12-16-08-14-55 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14921-2017-12-16-08-14-55 د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه. دغه لار چې له دوو ورځو را پدېخوا د واورې ورېدو له امله بنده وه نن سهار بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه. د سالګونو د ساتنې مسؤل جنرال رجب وویل په دغه سیمه تقریباً یو متره واوره ورېدلې وه او دوی له ډیرو هڅو سره سره په دې وتوانېدل چې دغه لار له یوه طرفه د ټیلري موټرو پر مخ خلاصه کړي. جنرال رجب وویل تر اوسه لار په بشپړ ډول خلاصه نه ده خو په خبره یې تر هغو پورې به له همدې یو طرف نه د دواړو لوریو لپاره ګټه واخلي.هغه له مسافرو او موټر چلونکو وغوښتل چې د ځان ساتنې په موخه دې له دې لارې د تېریدو پر مهال له پوره احتیاط نه کار واخلي او ترافیکي نښو نښانو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sat, 16 Dec 2017 08:06:28 +0000
افغان حکومت د پوتین د پرونیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14919-2017-12-15-07-53-34 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14919-2017-12-15-07-53-34 افغان حکومت د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو څرګندونو په ځواب کې چې وايي، په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی. د افغانستان په شمال کې د ترورېستي ډلو د فعالیتونو پر زیاتېدو د روسیې د ولسمشر له خوا د اندېښنو له څرګندولو وروسته، افغان حکومت وايي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، په دې برخه کې مسؤلانه عمل کوي او له نورو هېوادونو څخه هم د مسؤلانه چلند تمه لري. مسکو چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ تورن دی، په وار وار په افغانستان کې د طالبانو د سیالې ډلې داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او پرون پنجشنبه ولسمشر ولادمیر پوتین په افغانستان کې د امریکا او روسیې ګډ کار ته چمتووالی وښود. ولسمشر پوتین په خپله کلنۍ خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي او مسکو له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو دی، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي پرته له دې چې د روسیې نوم واخلي، له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولت په کچه ټینګې کړي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Fri, 15 Dec 2017 07:52:47 +0000
افغانستان په یونان کې سفارت پرانیزي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14918-2017-12-15-07-52-33 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14918-2017-12-15-07-52-33 د یونان د بهرنیو چارو وزیر د ملي دفاع او بین المللي امورو په کمېټه کې ویلي، افغانستان به ډېر ژر په یونان کې سفارت پرانیزي. نیکوس کتزیاس ویلي، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه هېواد ته راشي او د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې به ګډون وکړي. نوموړي ویلي، چې په دې ورځ به د افغانستان د سفارت پر ګډون درې سفارتونه په دغه هېواد کې پرانیستل کېږي، خو نیکوس کتزیاس د نورو سفارتونو په اړه څه نه دي ویلي، چې د کومو هېوادونو دي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Fri, 15 Dec 2017 07:51:40 +0000
پوتین: امریکا او روسیه کولی شي په ګډه د افغانستان ستونزه حل کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14917-2017-12-15-02-56-47 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14917-2017-12-15-02-56-47 د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو خبره کړې ده. ولادیمیر پوتین په خپله کلنۍ خبري غونډه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو د افغان حکومت سره چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، مرسته وکړي. ولسمشر پوتین دغه ‌راز په ‎دې غونډه کې دا هم ویلي چې روسیه او امریکا کولای شي په افغانستان کې له یو بل سره همکاري وکړي. روسي چارواکو وړاندې په افغانستان کې د امریکا پر پالېسیو انتقاد کړی و او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روانې میاشتې په سر کې په ویانا کې ویلي و چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي د زور پر بنسټ ولاړه ده. سرګي لاوروف ویلي و چې د افغانستان ستونزه د پوځي زور له لارې نه ‎شي هوارېدلی. په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن څو ځلې روسیه تورنه کړې چې له وسله ‎والو طالبانو سره پوځي مرسته کوي، خو روسیه دا تورونه ردوي او وړاندې یې ویلي و چې له طالبانو سره د دې لپاره اړیکې نیسي چې له افغان حکومت سره ‌یې د سولې خبرو ته وهڅوي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Fri, 15 Dec 2017 02:56:11 +0000
امنیتي چارواکي: په ننګرهار کې یې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14916-2017-12-15-02-56-00 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14916-2017-12-15-02-56-00 په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو پرمهال ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د ملي، سرحدي، عامه نظم او محلي پوليسو له خوا د کومانډو ځواکونو په همکارۍ پيل شوي چې لا هم روان دي. عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې دي؛ خو امنيتي منسوبين وايي، د وسله والو له لوري د ماينونو ځای پرځای کېدل او د نښان ويشتونکو وسله والو موجوديت يې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی. د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي سرتېري وايي، داعش ډلې ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي او نږدې ده چې د وزيرو تنګي ته ورسېږي. د وزيرو تنګی هغه سيمه ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې پيل شوې او له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې. په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين چې د دغو عملياتو قومانده يې تر غاړې ده، وايي، د عملياتو په تېره څلور ورځنۍ دوره کې يې ۲۶ داعش وسله وال وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي. د نوموړي په وينا، عمليات په برياليتوب مخه ته روان دي؛ خو لا هم د داعش ډلې له خوا په سيمه کې د ماينونو ځای پرځای کېدو او د نښان ويشتونکو وسله والو خطرونه سره مخ دي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Fri, 15 Dec 2017 02:55:36 +0000
د سولې عالي شورا : افغانستان کې د سولې راوستو لپاره پیاوړي اراده لرو http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14912-2017-12-14-16-09-17 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14912-2017-12-14-16-09-17 د سولې عالي شورا له وسلوالو سره د خبرو لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړې. که څه هم د نوي ستراتیژۍ په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د سولې عالي شورا مرستیال عبدالرحمن سلیم چې د یادې ستراتیژي د شریکولو په موخه تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی وو، نن یې په یوه خبري غونډه کې وویل چې، د دې ولایتونو له بیلابیلو قشرونو سره یې خبرې کړې دي او د سولې په برخه کې یې د نوي ستراتیژۍ هرکلی کړی دی. سلیم هیله مندي وښوده چې د دې ستراتیژي او د افغانستان د خلکو په مرسته به وکولی شي چې مثبتې پایلې تر لاسه کړي. سلیم وویل؛ موږ افغانستان کې د سولې لپاره قوي اراده لرو، د سولې دروازې د ټولو وسلوالو ډلو پر مخ خلاصې دي، او هغوی باید له دې فرصت نه په ګټه اخیستنې د سولې پروسې سره یو ځای شي. سلیم وړاندې وویل د طالبانو لخوا د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع یواځې یوه بهانه ده او په خبره یې همدې وسلوالو ډلو امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کیدو زمینه برابره کړې ده. سلیم وویل کله چې طالبان د سولې پروسې سره یو ځای شي نو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته هیڅ اړتیا نه پیدا کیږي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Thu, 14 Dec 2017 16:08:31 +0000
د افغان خبریالانو مرکز : حکومت د خبریالانو په اړه د ملګرو ملتونو د مسودې ملاتړ نه دی کړی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14911-2017-12-14-16-08-22 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14911-2017-12-14-16-08-22

که څه هم د ملي وحدت حکومت له پیله تر اوسه د بیان د ازادۍ او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي خبره کوي، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، افغان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه‌ لیک د مسودې ملاتړ نه‎ دی کړی چې له هېوادونو غواړي د خبریالانو په وړاندې د جرایمو معافیت باید ختم شي. دغه مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت د دې اقدام په اړه اندېښنه ښودلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز او د ارټیکل ۱۹ نړیوال سازمان په یوه ګډ اقدام د روان کال په نومبر کې افغان حکومت ته یو سرخلاصی لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د خبریالانو د خوندیتوب په موخه د ملګرو ملتونو د یادې مسودې ملاتړ وکړي، خو د اعلامیې له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت دایمي استازی تر اوسه نه ‎دی حاضر شوی چې په دې اړه څه ووایي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا په تېرو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل کار پر مهال وژل شوي یا ګواښل شوي، خو د ډېرو خبریالانو دوسیې نه دې ارزول شوي او عاملین یې بښل شوي دي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Thu, 14 Dec 2017 16:06:53 +0000