يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د افغانستان - هند هوايي دهلېز پرانيستل شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 11:24

د افغانستان – هندوستان د هوايي دهلېز پروژه نن رسماً پرانيستل شوه. دا پروژه د ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي ګډ نوښت دی، چې د ۲۰۱۶ زيږدیز کال په ډسمبر مياشت کې د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې اعلان شوې وه. د افغانستان – هندوستان د هوايي دهلېز پروژې مشر ذبيح الله مجددي نن د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د دې دهلېز په پرانيستل کېدو سره به له يوې خوا د هند او افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه شي او له بلې خوا به هغه خنډونه هم له مينځه يووړل شي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر وړاندې پراته دي. مجددي وويل چې د افغانستان – هند د هوايي دهلېز په چوکاټ کې به نن له کابل څخه نوي ډيلي ته لومړنۍ الوتنه وشي، چې د ۵ ميليونو ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه دارويي بوټي به ولېږدوي. د مجددي په خبره تر راتلونکې اونۍ پورې به له کندهاره هم د ۲ ميليونو ډالرو په ارزښت وچه مېوه د همدې هوايي دهلېز له لارې هند ته ولېږدول شي.

Addthis

 




مل پاڼې