پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکایی شرکت: امریکا باید د افغانستان د کانونو په استخراج کې له چین سره سیالي وکړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 وږی 1396 ساعت 11:02

په امریکا کې د امریکن ایلمنټس په نامه د فلزاتو د تولید یوه ستر شرکت ویلي، چې له ټرمپ سره یې د افغانستان د کانونو په اړه خبرې کړې دي. ددغه شرکت مشر مایکل سیلور وال استریت ژورنال ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې ویلي، چې د افغانستان کانونه میلیاردونه ډالر ارزښت لري او دوی تیار دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. دده په وینا چین غواړي، د افغانستان په شاوخوا کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د ترانزیت او سوداګرۍ لارې جوړې کړي او په دې توګه د افغانستان د کانونو په استخراج کې ونډه واخلي. سیلور ویلي امریکا هم باید په دې چاره کې وروسته پاتې نه شي او په دې توګه دې په رښتینې بڼه د یوه با ثبات او قوي اقتصاد لرونکي افغانستان په جوړولو کې برخه واخلي. ددغه شرکت رییس وايي، امریکا باید د افغانستان د کانونو په استخراج کې ددغه هېواد د خلکو ګټو ته هم پام وکړي او له دوی سره په ګډه دغه کانونه استخراج کړي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ټرمپ به د افغانستان د کانونو لپاره په هېواد کې خپل سرتېري ډېر کړي. خو دوی وايي چې موخه یې د ترهګرو ځپل او د خپل هېواد خوندي کول دي.

Addthis

 




مل پاڼې