چهارشنبه, 05 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید تر ټولو ستره پروژه پيل کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
شنبه 18 وږی 1396 ساعت 10:40

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په کندهار کې د لمریزې برېښنا د سترې پروژې کار، چې د ۱۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري پيل شي. د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب وايي، چې د دغې پروژې د پیل لپاره لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې یو افغان او هندی شرکت په ګډه کار پيل کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه شرکت مکلف دی د خپل کار له پيل یو کال وروسته دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپاري. له دې پروژې به برېښنا شرکت تر ۱۵ کلونو تولیدي برېښنا هر کیلواټ په ۷ سنټه وپېري. د دغو شرکتونو مسوولین وايي، حکومت باید د پروژې په عملي کولو کې له دوی سره مرستې وکړي. د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د یادې پروژې تر بشپړولو وروسته به په لومړي سر کې د کندهار صنعتي پارکونو ته بریښنا ورکړل شي.

Addthis

 




مل پاڼې