پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



چین په بدخشان کې پر پراختیايي پروژو پانګونه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 20 وږی 1396 ساعت 03:58

د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، چين ژمنه کړې، چې د دغه ولايت په پراختيايي پروژو کې تر ٩٠ ميليونه ډېر امريکايي ډالر لګوي. احمد فيصل بيګزاد ویلي، چې د دې پروژو پلي کول د بدخشان د خلکو لپاره يو ښه زيرى دى. نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د افغانستان او چين سوداګريزې، کلتوري او ټولنيزې اړيکې لا سره نږدې شي. په همدي حال کې ویل کیږي چي چین د بدخشان ولایت د واخان، اشکاشم، زيباک او شغنان ولسواليو د روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او کليوالي سړکونو د جوړېدو په برخه کې هم ٢٠ميليون ډالر د لګولو ژمنه کړي ده.

Addthis

 




مل پاڼې