شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ازبکستان او افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا پر سر خبرې کړې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 03 تله 1396 ساعت 11:36

د ازبکي رسنیو د راپور له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې له افغان حکومت سره یې د ګډې رېل پټلۍ د پراختیا پر سر خبرې کړې دي. د معلوماتو له مخې دواړو لورو د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د ازبکستان په ترمېز ښار کې سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې ازبک او افغان پلاوي د پټلۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی او په دې برخه کې یې پر دوه اړخیزو همکاریو بحثونه کړي دي. سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د رېل پټلۍ په اړه د همکاریو لپاره د یوې دوه اړخیزې هوکړې د لاسلیکولو په اړه هم خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان استازیتوب د یما شمس کاوه.

Addthis

 




مل پاڼې