شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د یو کمربند، یوې لارې پروژه؛ اقتصادي ښېرازي که د ځمکو لاندې کول؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
جاوید کوټوال   
سه شنبه 04 تله 1396 ساعت 04:07

(لومړۍبرخه)

په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر اتلسمې ناستې مخکې، د چینایي پالیسي جوړوونکو او پوهانو تر منځ، د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د ستراتیژیک لوري د موندلو لپاره بحثونه ګرم وو.

د ۲۰۱۳ زېږديز کال په اکټوبر مياشت کې د چین حکومت په بيجېنګ کې یو مهم کاري کنفرانس جوړ کړ او د «حاشیوي یا بهرنۍ ډیپلوماسۍ» نوم یې ورکړ. د راپورونو له مخې، د بهرنۍ پالیسۍ په اړه دا ناسته له ۲۰۰۶ زېږديز کال وروسته او د ګاونډیو هېوادونو په اړه د پالیسیو د جوړولو په هکله د چین د خلکو جمهوریت  له تأسیس راهيسې د دغه هېواد لومړنۍ غونډه وه.

په دې ناسته کې د چین د بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکو ټولو مهمو څېرو او دغه راز د کمونېست ګوند د سیاسي کمېټې ټولو مهمو کسانو ګډون کړی و.

د ډیپلوماسۍ په دې کاري غونډه کې، د چین ولسمشر شي جین پېنګ وویل، چې د چین ګاونډیان دغه هېواد ته «ډېر زیات ستراتیژیک ارزښت» لري. ده همدا راز وویل، چې غواړي د چین له ګاونډیانو سره اړیکې پیاوړې، اقتصادي روابط غښتلي او امنیتي همکارۍ پراخې کړي.

ده زیاته کړه، په ګاونډیو هېوادونو کې ثبات زموږ د بهرنۍ پالیسۍ اساسي هدف دی. موږ باید په سیمه يیز اقتصادي ادغام کې ونډه واخلو، و یې هڅوو او د زيربنا جوړولو او اتصال پروسې چټکې کړو. موږ باید د ورېښمو لاره او اقتصادي کمربند او همدا راز د یوويشتمې پېړۍ د ورېښمو سمندري لاره ورغووو او تر څنګ یې سیمه يیز اقتصادي نظم را منځته کړو.

پېنګ په دې اند دی، چې د چین پام وړ اقتصادي سرچينې به د سیمه ییز ثبات او په ګاونډیو هېوادونو باندې د چین د تفوق او رهبریت لپاره د اساسي وسیلې په توګه وکارېږي. د څېړونکو په نظر، یاد کنفرانس د چین د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې یوه ډېره مهمه او د عطف نقطه بلل کېږي.

د کتونکو په اند، یاد کنفرانس په بشپړه توګه د چینایي رهبر، ډېنګ شي پېنګ هغه مشهوره وینا، چې ویلي یې وو: «خپل قوت پټ کړئ او کار ته ادامه ورکړئ» له پامه وغورځوله او چینایي مشرتابه په شاوخوا سیمه کې ډېره فعاله ډیپلوماسي پیل کړه.

دغه نوې فعاله شوې ډیپلوماسي، دا نظر یقیني کوي، چې د یو کمربند، یوې لارې پروژه په بنسټیز ډول له چین نه بهر د جیوستراتیژیکو اهدافو لپاره یوه پیاوړې وسیله ګڼل کېږي. د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز یې یو ښکاره مثال دی. دا دهلېز د بیجېنګ او اسلام اباد تر ډېر پیاوړي ملاتړ لاندې د یو کمربند، یوې لارې پروژې يوه مهمه برخه ګڼل کېږي چې د سینکیانګ کاشغر به د بلوچستان له ګوادر بندر سره ونښلوي.

یاد بندر چې له فارس خلیج سره نږدې موقعیت لري، د انرژۍ د تأمين په برخه کې د چین لپاره، یو ډېر اغېزناک او ګټور ځای بلل کېږي او هغه لاره، چې د جنوب ختیځې اسیا د مالاکا په مسیر کې پرته وه، ډېره را لنډوي.  پر سوداګریزو موخو سربېره، په ګوادر بندر کې به د تحت البحري قوې او الوتکو د تلو راتلو لپاره پراخې اسانتیاوې موجودې وي.

لږ په لویه او ستراتیژیکه کچه، اغېزناک چینایي پالیسي جوړوونکي او څېړونکي هم په دې نظر دي، چې د یو کمربند، یوې لارې پروژه به د امریکا د هغو پروګرامونو او اهدافو پر وړاندې یوه ستراتیژیکه وسیله وي، کوم چې د اسیا لپاره یې په پام کې نیولي دي.

د دوی په اند، د یو کمربند، یوې لارې پروژه په اصل کې د ارام سمندر د مشارکت پر وړاندې د انډول جوړولو هڅه ده او چین به کوښښ وکړي، چې د خپلو اقتصادي سرچینو په کارولو او دغه راز په سیمه کې له خپل اغېز او تجربو په استفادې او د لویو زیربنایي جوړښتونو په رغولو سره خپل مقام او زور ثابت کړي.

یو بل فرصت، چې چینایي مشرتابه ته د یو کمربند، یوې لارې پروژې د پراختیا لپاره په لاس ورغی، د امریکا په متحدو ايالتونو کې واک ته د ډونالډ ټرمپ تر رسېدو وروسته، د ۲۰۱۷ زېږديز کال په جنورۍ میاشت کې د نوموړي له خوا د ارام سمندر د مشارکت لغوه کول و. د دغه مشارکت له لغوه کېدو مخکې د سنګاپور لومړي وزير ګواښ کړی و، چې د متحدو ایالتونو له خوا د یاد مشارکت لغوه کېدل به په سیمه کې د متحدینو تر منځ د امریکا پرستېژ ته سخت زیان ورسوي.

دوام لري....

Addthis

 




مل پاڼې