يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د یو کمربند، یوې لارې پروژه؛ اقتصادي ښېرازي که د ځمکو لاندې کول؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
جاوید کوټوال   
سه شنبه 11 تله 1396 ساعت 03:49

(دويمه برخه)

د چين ولسمشر شي جین پېنګ له وخته پوره ګټه واخیسته، د چین د مخکښۍ لپاره یې په نړیواله کچه د ازادې سوداګرۍ هڅې وکړې او تر څنګ یې چینایي ډیپلوماتانو د بېجېنګ په ملاتړ د سوداګریزو معاملاتو او تړونونو، لکه د اقتصادي تفاهم پر سيمه ييز مشارکت او د یو کمربند، یوې لارې پروژې پر پلي کولو پيل وکړ.

داسې نښې لیدل کېږي، چې په سیمه کې د امریکا یو شمېر متحدینو وار له مخه د بېجېنګ په مشرۍ اقتصادي پروګرامونو ته تمايل ښوودلی چې د فیلپین هېواد د بېلګې په توګه يادولی شو.

یو بل اړخ، چې ورته اشاره کول اړين دي دا دی چې، د چين کورنۍ اقتصادي وده د یو کمربند، یوې لارې پروژې د پلي کولو او پراختیا اصلي او بنسټیزه سرچينه ده، نو ويلی شو چې دغه نوښت په ټوله کې د داخلي پالیسۍ يوه برخه او بالاخره د جیو ستراتیژیکو ابعادو درلودونکی دی.

چين وار له مخه د داخلي کمپنیو د رامنځته کولو او پیاوړي کولو لپاره مټې بډ وهلې او پر نړيوالو برنډونو يې د دغو کمپنيو د بدلولو هڅې پيل کړې دي. د چټک اورګاډي او نويو مخابراتي کمپنیو تأسيس يې په دې اړه د اقداماتو بېلګې دي.

چين په پام کې لري، چې په دويم قدم کې خپلې کمپنۍ په نړيواله کچه د رقابتونو جوګه کړي، مهارتونه او مدیریت یې هم په نړيوالو معيارونو برابر کړي... د دغو کمپنیو تقویه کول او را وړاندې کول د یو کمربند، یوې لارې پروژې له لویو موخو څخه دي.

اوسمهال د یو کمربند، یوې لارې پروژه د سیمه يیزو ناستو، له ګاونډیو هېوادونو څخه چین ته د تلونکو پلاوو او دغه راز د کوچنیو نوښتونو او پروژو لپاره چتر ګرځېدلی دی. که څوک غواړي، چې قبولې شوې پروژې او پروګرامونه ترلاسه کړي، نو د دغه نوښت په اډانه کې یې مطرح کولای شي.

د شنونکو په باور، دا چې د چین بهرنۍ پالیسي ورځ تر بلې خلکو ته روښانه کېږي، د یو کمربند، یوې لارې پروژه هم جیوپولېټيکي رنګ اخلي. د چین اصلي رقیبان جاپان او امریکا د یو کمربند، یوې لارې پروژې غړي نه دي،  نو دا چې په سیمه کې د دواړو هېوادونو پراخ او پیاوړی حضور موجود دی، د پروژې پر وړاندې د خنډونو رامنځته کېدل له تصوره ليرې خبره نه ده چې چينايي چارواکو هم وار له مخې په دې اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.

د بحث وړ بله موضوع دا ده، چې د يو کمربند، يوې لارې پروژې په مسیرونو کې د زيربنایي بنسټونو تر جوړېدو وروسته به، د دغو بنسټونو عوايد د چا حسابونو ته ورځي؟ ایا د ټولو هېوادونو لپاره به په دې اړه یو ډول طرزالعمل جوړېږي؟ ایا هېوادونو له چينايي لوري سره د قرادادونو او د ګټو د وېش لپاره مناسبې طرحې وړاندې کړې دي؟ دا ټول موضوعات د بحث او تأمل وړ دي او د چين سيالانو وار له مخه د نړۍ هېوادونه پر دې مسايلو پوهولي دي.

له دې ټولو سره سره چين په بهر کې د پانګونې لپاره کافي تجربه حاصله کړې ده. دغه هېواد په بهر کې د پانګونې پاليسي لري او دا چاره د دې سبب شوې چې له شته او راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره د یو کمربند، یوې لارې پروژې د عملي کولو په برخه کې پرمختګونو ته لاره هواره کړي.

بل د پام وړ ټکی، چې بېجېنګ پرې هر وخت ټینګار کوي دا دی، چې د دوی په وینا د یو کمربند، یوې لارې پروژې د نوښت د عملي کولو لپاره ټولو نړیوالو کمپنیو ته دروازې پرانيستې دي. په دې صورت کې که د پروژې په مسیرونو کې د نړۍ لويې کمپنۍ، چې د پراخو تجربو درلودونکې دي، د پروژې د يوې برخې د عملي کولو لپاره ګام اوچتوي، نو معنا يې دا ده چې چينايي کمپنيو ته لوی ګوزار ورکوي.

د چینایي چارواکو د وینا مطابق د یو کمربند، یوې لارې پروژه د اقتصادي ښېرازۍ لپاره یو نوښت دی، چې عملي کېدل یې د ځمکو د لاندې کولو او منابعو ته د لاسرسي لپاره هم مؤثره وسیله ده. چين به په راتلونکي کې د خپلو خامو موادو او کورنیو سرچینو تر ختمولو وروسته پر نړيوالو سرچينو بسيا وي.

نور بیا....

Addthis

 




مل پاڼې