يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



هندی سفیر: د افغانستان، ایران او هند ترمنځ سوداګرۍ کې دې اسانتیاوې راوستل شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 12 تله 1396 ساعت 05:28

د هند سفر وايي د هند، ایران او افغانستان تر منځ دې د سوداګرۍ او ترانزیت اسانتیاوې رامنځ ته شي. په ایران کې د هند سفیر ددغه هېواد د پارلمان له غړو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د چابهار بندر په برخه کې دې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته شي او همدا راز دې د ایران پارلمان د افغانستان، هند او ایران تر منځ د چابهار او سوداګرۍ په اړه شوې هوکړه ژر تصویب کړي. د سوراب کومار په خبره درېواړه هېوادونه به په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره اړینې اسناتیاوې رامنځ ته کړي او ایران په دې برخه کې ډېر رول لري، ځکه د افغانستان او هند تر ټولو ستر بندر ددوی په خاوره کې دی او سوداګري به ددوی له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته تر سره کېږي. ایراني اړخ هم په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې دغه هوکړه به ژر تر ژره تصویبوي او ورسره به د سوداګرۍ بهیر هم چټک شي.

Addthis

 




مل پاڼې