يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



استراليا له افغانستان سره د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 13 تله 1396 ساعت 03:29

ولسمشر غني پرون د استراليا له ګورنر جنرال پيټرکاسګروف سره په ارګ کې کتلي. په دغه کتنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول سيمه ييزه مسايلو، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا پر نوې ستراتيژۍ، امنيتي، اقتصادي، له تروريزم سره دمبارزې او له افغانستان سره د کانونو په برخه کې د همکارۍ په اړه بحث او خبرې کړې دي. ولسمشر له افغانستان سره په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول امنيتي، انکشافي، د زده کړې او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تجهيز او تمويل په برخو کې د استراليا د همکاريو او ونډې مننه. له ارګه په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې تګلارې ارزښت ته په اشارې وويل، ياده ستراتيژي په سيمه کې د سولې او ثبات زمينه برابرولای شي او له شته فرصتونو بايد موثره ګټه واخيستل شي. د استراليا ګورنرجنرال وويل، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونود تجهيز، تمويل او روزنې په برخو کې به زموږ د هېواد همکاري دوام ولري.

Addthis

 




مل پاڼې