يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



چابهار؛ د یو کمربند، یوې لارې پر وړاندې د هند ستراتېژیکه دروازه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ژباړه: جاوید کوټوال   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 03:47

(لومړۍ برخه)

سرچینه: Business Standard

د چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولايت کې، چې د ایران جنوب ختیځ لوري ته پروت دی، موقعیت لري. دا بندر اوبو ته د افغانستان د مستقيم لاسرسي او د هند لپاره د افغانستان او ايران له لارې د منځنی اسيا هېوادونو ته د لاسرسي لپاره خورا ډېر او ستراتيژيک ارزښت لري.

له چابهار بندر څخه د افغانستان د سرحدي ولایت نیمروز تر مرکز زرنج پورې ۸۸۳ کیلو متره لاره ده. په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې له زرنج تر دلارام پورې سړک د هند د سرحدي سړکونو د ادارې له خوا ورغول شو. دا سړک د افغانستان څلورو مهمو ولایتونو هرات، کندهار، کابل او بلخ ته د رسېدو غوره لاره بلل کېدای شي.

دغه راز چابهار بندر د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره د هند سمندرګي ته د لاسرسي موندلو  تر ټولو غوره لاره ده. د دې لپاره به د ایران او افغانستان له لارې د ۷۲۰۰ کیلو مترو په واټن له شماله د جنوب پر لور دهلېز جوړېږي او تر څنګ به یې هندوستان وکولای شي، په پراخه توګه د منځنۍ اسیا پنځو مارکېټونو، روسيې او په نهایت کې اروپا ته لاره پیدا کړي.

له مرکزي اسیا سره د پاکستان او چین په واسطه، چې له هند سره ګډې پولې لري، د هند سوداګري د ځمکې له لارې محدوده او په ټپه درېدلې وه. کله چې د چابهار بندر پراخ شي او فعالیت پيل کړي، نو هند به وکولای شي چې له چین سره د سیالۍ جوګه شي.

تېره اګست میاشت د هند د ټرانسپورټ او رېل لارو وزیر ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې له چابهار تر افغانستان پورې د سړکونو او رېل لارو د رغولو خبرې روانې دي، چې په عملي کېدو سره به يې ډيلی د روسيې مارکېټونو ته لاسرسی ومومي.

کله چې چابهار فعالیت پيل کړي- له تمې سره سم له ۱۲ تر ۱۸ مياشتو پورې- نو په حقيقت کې به طلايي فرصتونو ته يوه نوې دروازه پرانيستل شي او سوداګري به ورسره وغوړېږي. دا به د هند، ایران او افغانستان لپاره د ‘win win’ حيثيت ولري. دا چې چابهار طلایي فرصتونو ته یوه دروازه او د ودې ماشین دی، نو هند په پوره سرعت سره د دې پروژې پر بشپړولو کار کوي.

د ۲۰۱۴ زېږديز کال په سپټمبر کې د ایران د غوښتنې پر اساس، د هند حکومت پرېکړه وکړه، چې د چابهار بندر په پراختیا کې به برخه واخلي. له دې وروسته، د دواړو هېوادونو تر منځ پرلپسې غونډې جوړې شوې او د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۲۰۱۵ زېږديز کال د مې په شپږمه د دواړو هېوادونو تر منځ يو تفاهمليک لاسليک شو.

ورپسې د هند له لوري د هغه هېواد د بېړۍ چلولو وزارت او India Ports Global Pvt. Ltd   د شرکت او د ایران له لوري بيا د بحري ادارې او Arya Bander Iran and Port شرکت څو ګډې غونډې وکړې او بالاخره یې د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۳ مه یو تړون لاسلیک کړ.

دغه راز د ۲۰۱۶ کال په مې مياشت کې له پنځلسو کلونو وروسته د هند يوه لومړي وزير نرېندرا مودي ایران ته سفر وکړ. ده ژمنه وکړه، چې د هند، ایران او افغانستان د درې اړخیز تړون له مخې به یې هېواد د چابهار بندر د پراختیا لپاره  پنځه سوه میلیونه ډالره ولګوي.

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۲ مه، په داسې حال کې چې هند د تیاریو په درشل کې و، د India  Ports Global Pvt. Ltd شرکت د  Jawaharlal Nehru Port Trust  د ۶۰ سلنې ونډې او Kandla Port Trust ، چې اوس یې نوم په Deendayal Port Trust بدل شوی، د ۴۰ سلنې ونډې په درلودلو سره د چابهار د پراختیا او فعالولو لپاره د ایران له شخصي شرکتونو سره ګډ مشارکت جوړ کړ.

د افغانستان، ايران او هند د تړون له مخې بايد په چابهار بندر کې دوه ترمینلونه او څلور د لویو بېړيو لنګرونه جوړ شي. دغه لنګرونه به په ټولو تخنيکي وسايلو لکه ساحلي جرثقیلونو، د ربړي ټایر لرونکو جرثقیلونو، د لنګرونو متحرکو جرثقیلونو، د جرثقیلونو د حرکت په وسايلو، د کانټینرونو د ساتنې په وسايلو او نورو اړينو اسانتياوو سمبال وي.

نور بیا....

Addthis

 




مل پاڼې