شنبه, 27 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



روسي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 04:18

روسیه غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. افغان چارواکو خبر ورکړی، چې د روسیې د برېښنا او انرژۍ وزیر په مشرۍ به کابل ته د روسي سوداګرو یو پلاوی د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره راشي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، چې روسي سوداګر او چارواکي به په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې پر شته فرصتونو له افغان لوري سره خبرې ولري. د الکوزی په خبره په دغه پلاوی کې ۶۰ روسي پانګوال له کابل څخه لیدنه کوي، چې د اوبو د لویو بندونو د جوړونې په برخه کې لېوالتیا لري. تېر کال د روسیې د انرژۍ او برېښنا وزارت مرستیال یوری سنتیورین ویلي و، چې ۳۰ روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته تیار دي.

Addthis

 




مل پاڼې