يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 09:23

پاکستاني رسنیو ویلي، افغان حکومت له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز ترانزیت ناسته ځنډولې ده. پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان د اقتصاد وزارت د سوداګریزې ناستې د ځنډولو خبر اسلام اباد ته رسولی دی. پاکستاني چارواکو ددغه هېواد ځینو رسنیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېر یوه کال کې تر ۲۷ سلنې ډېر رالوېدلي دي. راپور زیاتوي، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه لوړ حد یعنې ۲٫۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم دا کچه دوه میلیارد ډالر او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۱٫۴۳ میلیارد ډالر وه.

Addthis

 




مل پاڼې