سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



شپږ اقتصادي دهلېزونه، له شپېتو زیات هېوادونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
جاوید کوټوال   
سه شنبه 09 لړم 1396 ساعت 02:15

لکه څرنګه چې مو پخوا هم ویلي وو، د یو کمربند، یوې لارې پروژه تر شپېتو ډېرو هېوادونو څخه تېریږي، چې د نړۍ ۶۰ سلنه نفوس او په ټولیز ډول د نړۍ ۳۳ سلنه ناخالص کورنی توليد احتوا کوي.

دغه پروژه له ګاونډیو هېوادونو سره د چين په اتصال او مشارکت او همدا راز د موجوده څو اړخیزو مکانېزمونو په رغونې او پیاوړتیا تمرکز کوي.

د یادې پروژې په اډانه کې شپږ اقتصادي دهلېزونه شامل دي، چې له چین څخه پیليږي او په بېلا بېلو هېوادونو کې پای ته رسېږي.

1. د اسیا- اروپا نوی ځمکنی پل؛

2. د چین- منګولیا- روسیې دهلېز؛

3. د چین- منځنۍ اسیا- لویدیځې اسیا دهلېز؛

4. د چین- اندونیزیا -  پنېنسولا دهلېز؛

5. د چین- پاکستان دهلېز؛

6. د بنګلدېش- چین- هندوستان- میانمار دهلېز.

د اقتصادي دهلېزونو موقعیت او جوړښت او دغه راز د ۲۱ مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې مسیر په لومړۍ نقشه کې کتلی شی.

 

په اصل کې پورته یاد شوي اقتصادي دهلېزونه، د چین د یو کمربند، یوې لارې پروژې د نوښت اساسي اډانه تشکیلوي.

د چین پراختیایي بانک راپور ورکړی، چې په نړیوالو معیارونو برابر د نوموړو دهلېزونو د رغونې لپاره یې ۸۹۰ میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.

د یادو شپږو دهلېزونو په امتداد، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې اروپایي کمپنۍ دې ته ډېرې لېوالې او په تمه دي، چې له فرصتونو ګټه واخلي او په دغو مسیرونو کې د پروژو پلي کولو ته را ودانګي.

همدار راز د یادې پروژې په مسیرونو کې پراته هېوادونه او سوداګریزې لوجستیکي کمپنۍ کولای شي د مالونو د ټرانزیټ او  لېږدولو له درکه ډېرې ګټې تر لاسه کړي او د زېربناوو رغول به د عامو خلکو د هوساینې لپاره زمینه مساعده کړي.

د چین حکومت په بهرنیو هېوادونو کې خپلو سفارتونو ته سپارښتنه کړې، چې د یو کمربند، یوې لارې پروژې د عملي کولو او له اړوندو هېوادونو سره د مذاکراتو او تعاملاتو له لارې دغه هدف ته د رسېدو  لپاره په ټول قوت کار وکړي.

دلته شپږ واړه دهلېزونه په لنډه توګه معرفي کوو:

1. د اسیا- اروپا نوی ځمکنی پل

دا د دويم یا د اسیا- اروپا د لويو وچو د پله په نوم هم شهرت لري، چې د چین د جیانسو ایالت له یانلیونګانګ څخه پیلیږي او په لویدیځه اروپا کې د هالنډ روټردام ښار ته رسیږي.

تمه کېږي، چې دغه لاره به له چین څخه اروپا ته د لوجستیکي موخو لپاره یو ډېر مهم مسیر وي. یاد مسیر به د سمندري ټرانسپورټ په پرتله چټک او د هوایي هغه په پرتله ارزانه وي. د دغه دهلېز کرښه د چین له شپږو ايالتونو تېريږي او د دریو رېل لارو په وسیله به خپل منزل ته رسېږي.

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې، د چین د جیانګسو ایالت له لیانیونګانګ څخه په سوداګريزو مالونو بار اورګاډی له سينکيانګ ايالت څخه تر تېريدو وروسته قزاقستان ته ورسېد. دا په حقیقت کې د اسیا- اروپا د ځمکني پل د پيل لومړی حرکت و.

په چین کې پر توکو بار نور اورګاډي له بېلابېلو موقعیتونو، لکه چانګچینګ او شییان څخه حرکت کوي او له دغه مسیر سره وصلیږي. همدا راز چین د دغه مسیر په امتداد د قزاقستان، پولنډ او روسیې په شمول د هېوادونو د ګمرکونو له څانګو سره د مالیاتو د کچې د راکمولو او تصفیې په موخه له نږدې کار پیل کړی دی.

نور بیا....

 

 

 

 

Addthis

 




مل پاڼې