سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



قزاقستان وايي له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 09 لړم 1396 ساعت 11:03

د قزاقستان ددفاع وزیر آتم کولف له ولسمشر غني سره کتلي دي او د نظامي مرستو تر څنګ یې، په زراعت، د اوبو کنټرول، ترانزیت او سوداګرۍ کې د مرستې ژمنې کړې دي. نوموړي ویلي چې هېواد به یې افغانستان ته له مصنوعي سپوږمکۍ د کارونې زمینه برابره کړي چې له هغه د مخدره توکو د قاچاق په مخنیوي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کار اخیستی شي. دغه لوړ پوړي قزاقستاني چارواکي همدا راز ویلي، چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د افغانانو قربانیو منځنۍ اسیا ساتلې ده. په دې لیدنه کې ولسمشر غني هم د الوتکو د ترمیم او نورو برخو کې د قزاقستان له مرستو مننه کړې او د مرستو د لا ډېرولو غوښتنه یې کړې ده. ولسمشر غني همدا راز له قزاقستان غوښتي، چې له نشه يي توکو، ترهګرۍ سره د مبارزې، زارعت، بیا رغونې، سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

Addthis

 




مل پاڼې