سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایران: په چابهار کې افغان سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
جمعه 12 لړم 1396 ساعت 04:08

ایران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کوي. د چابهار ښارګوټي مسوول ایوب دروېشي ویلي، چې چابهار بندر دمګړی پرانیستی دی او افغان سوداګر کولی شي دلته پانګونه وکړي. د هغه په وینا ایران د افغان سوداګرو د هڅونې او له دې بندر د ګټې اخیستنې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي چې افغان سوداګر ترې ګټه اخیستلی شي. د هغه په وینا کله چې په چابهار بندر کې سوداګري او تګ راتګ پیل شي نو دغه بندر د اته نیم میلیونه ټنه توکو د تګ راتګ ظرفیت لري. د هغه په وینا دا د ایران، افغانستان او هند تر منځ د حمل او نقل تر ټولو امنه او ارزانه لار ده او د لا امنیت او ښه کیفیت لپاره یې کار روان دی. درویشي وویل، چې چابهار به د اورګاډي پټلۍ له لارې له افغانستان سره و نښلول شي چې په دې توګه به په سوداګرۍ کې لا ډېر سرعت، ارزاني او امنیت رامنځ ته شي.

Addthis

 




مل پاڼې