سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



یو روسی شرکت پکتیا کې د مچلغو بند رغنیزې چارې په مخ بیايي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
شنبه 13 لړم 1396 ساعت 06:50

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي دولت ۲۳ مېلیونه ډالر د مچلغو بند د جوړولو لپاره ورکوي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د دغه بند په جوړېدو سره به ۲۳۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ترڅنګ په پکتیا ولایت کې د ۹۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه هم برابرې شي. د اوبواو برېښنا وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي وویل، دا په پکتیا ولایت کې یوه ستره زیربنايي پروژه ده چې تر ځینې اداري مراحلو وروسته به یې عملي چارې پیل شي. حکومت له درې کاله ځنډه وروسته د مچلغو د اوبو بند د جوړولو کار له یوه نوي تړون سره پيل کړی دی. د مچلغو بند د کار پيل او تر دوو میاشتو پورې د برېښنا له شبکې سره د پکتیا ولایت نښلول پکتیا ولایت ته په وروستي سفر کې د ولسمشر ژمنې وې.

Addthis

 




مل پاڼې