سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستان وایي چابهار بندر زموږ پر ضد یا زیان نه دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 14 لړم 1396 ساعت 06:46

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې چابهار بندر د افغانستان، هند او ایران د سوداګرۍ لپاره جوړ شوی دی او د افغانستان-پاکستان پر سوداګرۍ به هېڅ ډول منفي تاثیر و نه کړي. د پاکستاني چارواکو په وینا له افغانستان سره د پاکستان سوداګري د پخوا په څېر په دودیزه توګه روانه ده، یوازې هند غوښتي چې خپله لار افغانستان ته پیدا کړي او هلته خپله سوداګري وکړي. تر دې وړاندې ایراني چارواکو هم ویلي چې دغه لار د هېچا په زیان نه ده، بلکې چابهار او واګه بندر د یو بل مکمل کوونکي بندرونه دي. افغانستان، هند او ایران څه باندې یوه اونۍ وړاندې چابهار بندر رسما پرانیست او له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو لومړنۍ جوپه دغه بندر ته ورسېده.

Addthis

 




مل پاڼې