سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



شپږ اقتصادي دهلېزونه، له شپېتو زیات هېوادونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
جاوید کوټوال   
سه شنبه 16 لړم 1396 ساعت 03:36

(دويمه برخه)

دويم- د چین-منګولیا-روسیې اقتصادي دهلېز

په دې مسیر کې د چټک سرعت اورګاډي پټلۍ او د سړکونو شبکې شاملې دي چې په دوو استقامتونو کې به وغځول شي:

بیجېنګ- تیانجین- هېبې تر روسیې پورې (د هوهات له لارې، د منګولیا په داخل کې)

له دالیان څخه د روسیې تر چیتا پورې (د شینیانګ، چانګچون، هربین او د منګولیا په داخل کې د منجولي له لارې)

د دغه مسیر له لارې د حمل و نقل بین المللي رېلونه وار له مخه فعال شوي، چې د چین څو مهم ښارونه لکه ګوانګزو، شینیانګ، سوژو او تیانجین یې د پيل ټکي بلل کیږي او د کال په اوږدو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مالونه له دې لارې منګولیا، روسیې او نورو هېوادونو ته لېږدول کیږي.

د چین- منګولیا- روسیې په دهلېز کې به د عبور يوه بله شمالي لاره هم ورغول شي، چې د سرې بحیرې له اقتصادي کړۍ سره به ونښلول شي او په دې کې به د چین لوی ښارونه لکه بیجېنګ، دالیان او تیانجین له لوېدیځې اروپا سره وصل شي.

د چین-منګولیا-روسیې دهلېز نه یوازې د یو کمربند، یوې لارې پروژې برخه ده، بلکې «له لویو وچو له تېرېدونکي روسي رېل پلان سره، کوم چې د مسکو او بیجېنګ تر منځ سړک او رېل پټلۍ هم پکې شاملې دي او د منګولیا د سړکونو له پروګرام  سره چې د سړک، رېل، طبیعي ګازو او تېلو د پایپ لاینونو پنځه پروژې پکې دي، نښلول شوی دی.»

دغه راز چین د روسیې په مشرۍ د اروپا-اسیا له اقتصادي اتحاد سره هم مرسته کوي. د ۲۰۱۵ میلادي کال د مې په میاشت کې د چین ولسمشر شي جین پېنګ د ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د چټک سرعت رېل، د انرژۍ د زېربنا رغولو، فضایي چارو او دغه راز د صنعتي پارکونو او مالي خدماتو په برخو کې له بېلاروس، روسیې او قزاقستان سره یو لړ تړونونو لاسلیک کړل.

درېيم-د چین-منځنۍ اسیا-لویدیځې اسیا دهلېز

د چین-منځنۍ اسیا-لویدیځې اسیا دهلېز به د عربو له ټاپووزمې، ترکیې او ایران څخه د چین تر سینکیانګ ایالت پورې، د طبعيي ګازو او تېلو لپاره یوه ډېره مهمه او موثره دروازه وي.

د چین-منځنۍ اسیا د ګازو نللیکه د نړۍ تر ټولو اوږده نللیکه ده. دا نللیکه د ترکمنستان او ازبکستان په سرحد کې پیلیږي، ازبکستان او د قزاقستان جنوب ته درومي او د سینکیانګ په هورګوس کې پای ته رسیږي. له هغه ځای نه به د چین له دويمې لویې لویدیځې-ختیځې نللیکې سره چې اوس مهال د رغونې په حال کې ده، ونښلول شي.

همدا راز چین له قزاقستان سره هم د همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړي دي او تر څنګ یې له قرغيزستان او تاجکستان سره د سوداګریزو او لوجستیکي اسانتیاوو لپاره موافقو ته رسېدلی دی.

چین د منځني ختیځ له هېوادونو سره د همکاریو د یوې بشپړې ستراتیژۍ چې د (۳+۲+۱) ستراتېژۍ په نوم مشهوره ده وړاندیز کړی. په دې ستراتېژۍ کې انرژي، هستوي انرژي او نوې کېدونکې انرژي اساسي عناصر دي او سربېره پر دې د زېربنا جوړولو په برخه کې همکاري، د فضایي چارو تکنالوژي، سرمایه ګذاري او سوداګري شامل دي.

دوی هوډ لري، چې په راتلونکې لسیزه کې دوه اړخیزه سوداګري درې برابره کړي او د چین-خلیج د همکاریو پر شورا فشار راوړي، چې د ازادې سوداګرۍ تړون ته غاړه کېږدي.

څلورم- د چین-هندوچین د ټاپووزمې دهلېز

دا دهلېز به د پیرل سیند اقتصادي کړۍ (ګوانګزو، هانګ کانګ او شینزن سيمې) د جنوب ختیځې اسيا له هېوادونو کمبودیا، لاوس، میانمار، تایلنډ او ویتنام سره ونښلوي. د چټک سرعت د اورګاډي پټلۍ او لویه لار به د چین له جنوب پیل او د  ګوانګسي ایالت د نانینګ ښار له لارې به سينګاپور او دغه راز ویتنام ته ورسيږي.

په دې سیمه کې به د یو کمربند، یوې لارې پروژه داسې مسیرونه را منځته کړي، چې د صنعتي همکاریو، سوداګریزې پراختیا، ترانسپورتي شبکو، زېربناوو د رغولو او گڼو نورو برخو کې اړیکو او همکاریو ته لارې پرانیزي.

نور بیا...

Addthis

 




مل پاڼې