سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 17 لړم 1396 ساعت 03:50

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، سږ کال د پروسږ کال په پرتله افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې ۵۰ سلنه لږوالی راغلی دی. دغه وزارت وايي ۲۰۱۶ کال کې هېواد ته تر یو میلیون ډېر افغان کډوال ستانه شوي وو، خو په روان کال کې چې یوازې دوې میاشتې یې پاته دي، څلور سوه زره افغان کډوال خپلو مېنو ته راستانه شوي دي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د رسنیو د برخې سلاکار حفیظ میاخیل ویلي، د افغان کډوالو ډېره برخه له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستنېږي. میاخیل وايي، د تېر پرتله په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د حالت ښه کېدل، په افغانستان کې روانه جګړه او له کډوالو سره د مرسته کوونکو ادارو لخوا د مرستو کمېدل هغه لاملونه دي چې افغانستان ته یې د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر د تېر پرتله لږ کړی دی. چارواکي وايي، لا هم د نړۍ په څه باندې ۵۶ هېوادونو کې شپږ میلیونه افغانان د کډوالي ژوند کوي.

Addthis

 




مل پاڼې