سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



کابل او اسلام اباد د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 04:04

د ماليې وزير په کابل کې د پاکستان له سفير نصرت الله خان زاهد سره په لېدنه کې د دواړو هېوادنو د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا او يوشمير نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي اکليل حکيمي او نصر الله خان زاهد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا، مالياتي مسايلو، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيټ (APTTA) په تړون او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام اباد سوداګريزي اړيکې د بل هر وخت په پرتله خورا سړې شوي. افغان حکومت تل ویلي، چې پاکستان د تړونونو په موجودیت کې هم افغان سوداګرو ته تل داسې ستونزې جوړې کړې دي چې میلیونونه ډالره زیان یې ورته اړولی دی.

Addthis

 




مل پاڼې