سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



چک جمهوریت: د کابل ښاري ترانسپورت او هرات د سیمنټو فابریکې په جوړولو کې مرسته کوو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 04:07

په کابل کې د چک جمهوريت سفير وايي، لېواله دي چې د هرات د سیمنټو د فابریکې په بیاجوړونه او همداراز د کابل د ښاري ترانسپورټ په بیا فعالیت کې ونډه واخلي. له اجرائيه رياست په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چک جمهوریت نوي سفیر پیټر سټیپانیک دغه څرګندونې، پرون له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې کړې دي. سرچينې د نوموړي له قوله ويلي، هېواد يې لا هم د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره پوځي همکارۍ کوي او هم په خپله خاوره کې د افغان هوايي ځواک د پرسونل روزنې ته دوام ورکوي. نوموړي دغه راز له افغانستان سره د ټرانزیټ او تجارت په برخو کې پر لا زیاتو همکاریو ټينګار کړى دى. اجرائيه رييس په دې کتنه کې ويلي، افغانستان له چک هېواد سره د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا ته لېوال دى. ده زياته کړې، د پوځي همکاریو ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ او ښاري ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو زیاتوالی د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري.

Addthis

 




مل پاڼې