سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



شپږ اقتصادي دهلېزونه، له شپېتو ډېر هېوادونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
جاوید کوټوال   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 04:01

(درېیمه برخه)

پنځم- د بنګله دېش- چین- هند- میانمار دهلېز

دا اقتصادي دهلېز به چین له جنوبي اسیا سره ونښلوي. د یو کمربند، یوې لارې پروژې او دغه راز د اوسنیو سیاسي بدلونونو له رامنځته کېدو مخکې، دغه راز د ځمکې او سرحدي ستونزو له په پام کې نیولو پرته، چین په دې اند دی چې هندوستان له لویدیځې اسیا او له هغه وړاندې هېوادونو سره د نښلېدو په منظور د چين مهم ملګری جوړېدای شي.

وار له مخه د بنګله دېش – چین – هند - میانمار د دهلېز لپاره د همکاریو یو میکانېزم جوړ شوی او دغه راز په پام کې ده چې د رېل ګاډي د جوړولو، صنعتي، مسلکي او روزنیزو خدماتو او اقتصادي همکاریو لپاره عملي او چټک اقدامات تر سره شي.

د ۲۰۱۵ کال د مې په میاشت کې، چین ته د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر په ترڅ کې دواړو خواوو د څه باندې ۲۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د مخابراتو، فولادو، لمریزې انرژۍ او فلمي صنعت په برخو کې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل.  د یادولو وړ ده، چې د دې تړونونو زیات شمېر یې په هند کې د چین په پانګونو پورې محدود دي او له یاد دهلېز سره تړاو نه لري.

شپږم- د چین- پاکستان دهلېز

دا اقتصادي دهلېز د چین د یو کمربند، یوې لارې پروژې تر ټولو مهم دهلېز دی چې د چین د سینکیانګ ایالت د کاشغر سیمه به د ګواډر له بندر سره ونښلوي. د دغه دهلېز له لارې به چین وکولای شي په لنډه لاره د دوبۍ او عمان له لارې منځني ختیځ،  افریقايي او اروپايي هېوادونو ته ورسيږي.

د یادولو وړ،  مهم ټکی چې پخوا هم ورته ډېره اشاره شوې ده، دا دی چې دا اقتصادي دهلېز د کشمیر له لانجمنې سیمې تېریږي او پخوا هم هند له دې مسئلې سره خپل مخالفت ښودلی دی.

د یاد دهلېز موافقه هغه وخت لاسلیک شوه، چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې اسلام اباد ته سفر وکړ. د دې موافقې د لاسليک په  وخت کې د تړون ارزښت ۲۹ میلیارده ډالره و، چې د اوسنیو رپوټونو له مخې يې ارزښت ۵۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د چین-پاکستان د دهلېز د موافقې او پروګرام په اډانه کې د ټرانسپورټي زېربناوو جوړول، د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري، انرژي، په لوړو معیارونو سمبال د ګواډر بندر رغول او ګڼ شمېر نور موارد شامل دي چې د چین لوری به یې د خپلو پانګونو په مټ تر سره کوي.

د شنونکو په باور، په سیمه او افغانستان کې د لويديځ، په ځانګړي ډول د امریکا د متحدو ایالتونو حضور او د جنوبي اسیا لپاره د متحدو ایالتونو نوې ستراتیژۍ ته په کتو، د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز عملي کېدل له ستونزو خالي چاره نه ده.

دغه راز په ایران کې د ګوادر پر وړاندې د بدیل په حیث د چابهار بندر رامنځته کېدل او د افغانستان، ایران او هند له خوا نوموړي بندر ته ډېره پاملرنه د دې لامل کېدای شي، چې د چین- پاکستان دهلېز په نسبي ډول بې اثره کړي- خو دا چې د چین موخه افریقا او اروپا ده، نو په داسې حالت کې د چابهار سیالي ډېره مؤثره نه ده.

بل د پام وړ ټکی، په ظاهر کې له پاکستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو نظریاتي اختلافات دي، چې یاد هېواد پاکستان په سیمه او افغانستان کې د ترورېستي فعالیتونو په ملاتړ تورنوي او ترورېستانو ته د خوندي پټنځایونو په برابرولو یې ګرم بولي. که دا مخالفت رښتینی وي، نو پایلې یې د دې لامل کېدای شي، چې د چین - پاکستان د اقتصادي دهلېز پر وړاندې شدید مخالفتونه را ولاړ شي او د کشمیر له مسئلې پرته، د بلوڅانو او پښتنو لویو قومونو د حق غوښتلو نارې اوچتې او پیاوړې شي.

دا چې د لویو قدرتونو سیالي د اقتصادي مسايلو او په نورو هېوادونو د سلطې لپاره ده، افغانستان ته پکار ده، چې د ختیځ او لویدیځ دواړو د موخو په نظر کې نیولو سره د خپل هېواد ګټې داسې تعريف کړي، چې افغانستان د تصادماتو مرکز ونه ګرځي.

نور بیا....

Addthis

 




مل پاڼې