دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د یو کمربند، یوې لارې پروژې برخلیک به څه وي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
جاوید کوټوال   
سه شنبه 07 ليندی 1396 ساعت 03:56

د تېر میلادي کال له نومبر مياشتې راهیسې د پاکستان پوځ د ګوادر بندر د امنیت ټینګولو لپاره ګومارل شوی دی. دا بندر د چین - پاکستان د اقتصادي دهلېز اصلي او يوه ډېره مهمه برخه ده.

په ټوله کې د دغه دهلېز د کار او پراختیا پر ځنډ سربېره، د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز د ترورېزم او ناامنۍ له ننګونو او خطرونو سره مخ دی او په سیمه کې اوسني بدلونونه د چین او پاکستان د ژورې اندېښنې لامل شوي دي.

دا اندېښنې داسې حد ته رسېدلې دي، چې چینایي لوری او په دې دهلېز کې دخیلې کمپنۍ د پروژې د مسير د امنيت په خوندي کولو کې د پاکستان پر وړتيا شکمن شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دغه دهلېز په پروژو کې د چینایي کار کوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره ۱۵۰۰۰ سرتېري ګومارلي دي.

د چینایي اتباعو د ساتنې او خونديتوب لپاره په لویه کچه د پاکستان اقدام په دغه هېواد کې د ناامنۍ او په ټوله کې د چین د نوښت پر وړاندې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو حساسیت په ګوته کولای شي.

د یو کمربند، یوې لارې پروژې په نوښت کې بله د پام وړ موضوع د پلې کېدونکو پروژو نوعیت او اندازه ده. تر دې مهاله یوازې د هغو لويو پروژو يادونه کيږي چې د چين پولو ته په نږدې پرتو هېوادونو کې پلې کېدونکې دي. د هغو خبرو او وړاندوینو د پایلو څرک چې د چین چارواکي یې د هېوادونو د سوکالۍ او نښلولو لپاره یادوي، تر اوسه نشته. یا خو دا د یو کمربند، یوې لارې پروژې د نوښت پیل دی او یا يې هم پر وړاندې خنډونه شته چې لا هم د خبرونو او بحثونو په تکرارېدونکو جملو کې ایسارې دي.

پخوا مو هم د یو کمربند، یوې لارې پروژې په اډانه کې د پلې کېدونکو پروژو د شرایطو په اړه خبرې کړې وې، چې چینایي چارواکي او کمپنۍ د نورو هېوادونو سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او امنیتي ملحوظاتو ته باید په کومه اندازه پام وکړي. د همدې مسايلو حساسیتونه وو، چې په تېرو څو میاشتو کې په نیپال او پاکستان کې د چین دوې لویې پروژې له ناکامۍ سره مخ شوې او چینایي لوري ته یې د نه عملي کولو وویل شول.

د دې تر څنګ د اقلیم او محیط د خرابېدو مسئله هم د تأمل وړ ده، چې د پروژو د رغونې پر مهال او له هغه وروسته د نامعلوم وخت لپاره یې فعالیت د هېوادونو اقلیم ته کوم زیانونه رسوي.

د اقلیم په چارو کې نړیوال څارونکي او شنونکي د چین په شمول د نړۍ نور تولیدوونکي او صنعتي هېوادونه په دې ګرموي، چې اقلیم ته پام نه کوي او کمزورو ملتونو ته یې تاوان رسیږي، ځکه د هغوی له هېوادونو د هوایې ذراتو انتقال د هغوی پر ژوند ډېر بد اغېز کړی دی.

د پخوانیو او اوسنیو یادو شویو ننګونو لکه د چین له خوا په نورو هېوادونو کې د پروژو د پلي کولو شرایط، امنیتي ستونزې او تروریزم، د هېوادونو خپلمنځي مشکلات، د سیمې او لویو وچو حساسیتونه، اقلیمي مسئلې او نوي راټوکېدونکي اېتلافونه ټول د چین د نوښت پر وړاندې داسې خنډونه پېژندل کېدای شي، چې د نوښت په وخت، کیفیت، اندازه او فعالیت اغېز کولای شي.

د افغانستان لپاره چې د یاد نوښت د مخترع هېواد ګاونډی دی، پورته یاد شوي مسايل د پوره درک او پام وړ دي. له اقتصادي دهلېزونو څخه محروم او په سیمه يیزه او نړیواله لوبه کې ښکېل دا هېواد یوازې او یوازې دا کار کولای شي، چې د خپلو ګټو او اتباعو د هوساینې لپاره داسې چارې تر سره کړي، چې د یو کمربند، یوې لارې پروژې او دې ته ورته له نورو نوښتونو څخه پوره ګټه پورته کړي او خپله خاوره د همکاریو او ښېرازۍ پر ډګر بدله کړي.

نور بیا...

Addthis

 




مل پاڼې