دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



قاچاق وړونکي د افغانستان د مرمرو تر ټولو ستر کان لوټوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
شنبه 11 ليندی 1396 ساعت 06:39

د مرمرو د کان غیر قانوني استخراج به په افغانستان کې نا امني پیاوړې کړي. د امریکا د جګړې او سولې انستیتوت په یوه خپره کړې مقاله کې لیکلي، چې په هلمند کې د مرمرو یو کان د قاچاق وړونکو په لاس کې دی او له دې درکه میلیونونه ډالر ګټي. په مقاله کې راغلي، چې قاچاقبرانو د افغانستان د مرمرو تر ټولو د ستر کان لوټ ته ملا تړلې ده. لیکوال زیاتوي، چې دغه مسئله به په ټوله سیمه کې طالبان پیاوړي کړي او جګړې به تمویل شي. د لیکوال په خبره افغان حکومت او طالبان دواړه ادعا کوي، چې پر دغه کان کنټرول لري چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. دا لومړنی کان نه دی، چې د قاچاق وړونکو او طالبانو له لوري استخراجېږي، بلکې د افغانستان په ټولو لرو پرتو سیمو کې کانونه د طالبانو په لاس کې دي او دوی یې استخراجوي.

Addthis

 




مل پاڼې