دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



جنرال نیکولسن: وسله والو طالبانو ته مو پنځوس میلیونه ډالر زیان اړولی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 04:28

په هوايي بریدونو کې وسله والو طالبانو ته نږدې پنځوس ميلیونه ډالر زیان اوښتی دی. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي، چې په هوايي بریدونو کې یې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو تولید، پروسس او بسته بندۍ کارځایونه له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا د نومبر له ۱۷مې تر دې دمه یې دغه ډلې ته پنځوس میلیونه ډالر زیان اړولی دی. د امریکايي چارواکو په وینا وسله والو طالبانو د خپلو لګښتونو ۶۰ سلنه پیسې د تریاکو د کارو بار له درکه تر لاسه کوي. نیکولسن وايي دوی په همدې موخه هڅه کوي د طالبانو مالي سرچینې وچي کړي او پر دغه ډول فابریکو هوايي بریدونه وکړي. نیکولسن زیاته کړې، چې تر ډېره دغه بریدونه په هلمند ولایت کې شوي، ځکه دغه ولایت د کوکنارو د کښت او تریاکو د قاچاق له درکه وسله والو طالبانو ته تر ټولو مهم ولایت دی.

Addthis

 




مل پاڼې