دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په ایټالیا کې د افغان محصولاتو نندارتون جوړ شوی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 04:17

افغان سوداګرو لومړی ځل د ایټالیا میلان ښار د لاسی صنایعو په یوه نړیوال نندارتون کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندی کړل. په دغه نړیوال نندارتون کې د نړی ۹۵ هېوادونو خپل لاسي صنایع نندارې ته ایښي او افغانستان په دغه نندارتون کې ۱۷ غرفې لري. د میلان دغه نندارتون کې د افغانستان لاسي صنایعو تر څنګ کرنیز محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو. په ایټالیا کې د افغانستان سفیر وحید عمر په وینا ایټالیا کې د افغانستان سفارت او د افغانستان اقتصاد وزارت په شریکه زمینه برابره کړه، چې افغان سوداګر دغه نندارتون کې برخه واخلي. عمر دغه راز ویلي، په تېر کې د افغانستان یو شمېر تولیدات د نورو هېوادونو په نامه نړیوال بازار ته وړاندې کېدل، خو نوموړي هیله مندي ښي او وايي اوس ورورو خپله افغانان د خپل هېواد په نامه خپل تولیدات او محصولات تر نړیوالو رسوي.

Addthis

 




مل پاڼې