اقتصادي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical Tue, 26 Sep 2017 16:19:14 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir د یو کمربند، یوې لارې پروژه؛ اقتصادي ښېرازي که د ځمکو لاندې کول؟ http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14068-2017-09-26-04-10-02 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14068-2017-09-26-04-10-02 (لومړۍبرخه)

په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر اتلسمې ناستې مخکې، د چینایي پالیسي جوړوونکو او پوهانو تر منځ، د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د ستراتیژیک لوري د موندلو لپاره بحثونه ګرم وو.

د ۲۰۱۳ زېږديز کال په اکټوبر مياشت کې د چین حکومت په بيجېنګ کې یو مهم کاري کنفرانس جوړ کړ او د «حاشیوي یا بهرنۍ ډیپلوماسۍ» نوم یې ورکړ. د راپورونو له مخې، د بهرنۍ پالیسۍ په اړه دا ناسته له ۲۰۰۶ زېږديز کال وروسته او د ګاونډیو هېوادونو په اړه د پالیسیو د جوړولو په هکله د چین د خلکو جمهوریت  له تأسیس راهيسې د دغه هېواد لومړنۍ غونډه وه.

په دې ناسته کې د چین د بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکو ټولو مهمو څېرو او دغه راز د کمونېست ګوند د سیاسي کمېټې ټولو مهمو کسانو ګډون کړی و.

د ډیپلوماسۍ په دې کاري غونډه کې، د چین ولسمشر شي جین پېنګ وویل، چې د چین ګاونډیان دغه هېواد ته «ډېر زیات ستراتیژیک ارزښت» لري. ده همدا راز وویل، چې غواړي د چین له ګاونډیانو سره اړیکې پیاوړې، اقتصادي روابط غښتلي او امنیتي همکارۍ پراخې کړي.

ده زیاته کړه، په ګاونډیو هېوادونو کې ثبات زموږ د بهرنۍ پالیسۍ اساسي هدف دی. موږ باید په سیمه يیز اقتصادي ادغام کې ونډه واخلو، و یې هڅوو او د زيربنا جوړولو او اتصال پروسې چټکې کړو. موږ باید د ورېښمو لاره او اقتصادي کمربند او همدا راز د یوويشتمې پېړۍ د ورېښمو سمندري لاره ورغووو او تر څنګ یې سیمه يیز اقتصادي نظم را منځته کړو.

پېنګ په دې اند دی، چې د چین پام وړ اقتصادي سرچينې به د سیمه ییز ثبات او په ګاونډیو هېوادونو باندې د چین د تفوق او رهبریت لپاره د اساسي وسیلې په توګه وکارېږي. د څېړونکو په نظر، یاد کنفرانس د چین د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې یوه ډېره مهمه او د عطف نقطه بلل کېږي.

د کتونکو په اند، یاد کنفرانس په بشپړه توګه د چینایي رهبر، ډېنګ شي پېنګ هغه مشهوره وینا، چې ویلي یې وو: «خپل قوت پټ کړئ او کار ته ادامه ورکړئ» له پامه وغورځوله او چینایي مشرتابه په شاوخوا سیمه کې ډېره فعاله ډیپلوماسي پیل کړه.

دغه نوې فعاله شوې ډیپلوماسي، دا نظر یقیني کوي، چې د یو کمربند، یوې لارې پروژه په بنسټیز ډول له چین نه بهر د جیوستراتیژیکو اهدافو لپاره یوه پیاوړې وسیله ګڼل کېږي. د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز یې یو ښکاره مثال دی. دا دهلېز د بیجېنګ او اسلام اباد تر ډېر پیاوړي ملاتړ لاندې د یو کمربند، یوې لارې پروژې يوه مهمه برخه ګڼل کېږي چې د سینکیانګ کاشغر به د بلوچستان له ګوادر بندر سره ونښلوي.

یاد بندر چې له فارس خلیج سره نږدې موقعیت لري، د انرژۍ د تأمين په برخه کې د چین لپاره، یو ډېر اغېزناک او ګټور ځای بلل کېږي او هغه لاره، چې د جنوب ختیځې اسیا د مالاکا په مسیر کې پرته وه، ډېره را لنډوي.  پر سوداګریزو موخو سربېره، په ګوادر بندر کې به د تحت البحري قوې او الوتکو د تلو راتلو لپاره پراخې اسانتیاوې موجودې وي.

لږ په لویه او ستراتیژیکه کچه، اغېزناک چینایي پالیسي جوړوونکي او څېړونکي هم په دې نظر دي، چې د یو کمربند، یوې لارې پروژه به د امریکا د هغو پروګرامونو او اهدافو پر وړاندې یوه ستراتیژیکه وسیله وي، کوم چې د اسیا لپاره یې په پام کې نیولي دي.

د دوی په اند، د یو کمربند، یوې لارې پروژه په اصل کې د ارام سمندر د مشارکت پر وړاندې د انډول جوړولو هڅه ده او چین به کوښښ وکړي، چې د خپلو اقتصادي سرچینو په کارولو او دغه راز په سیمه کې له خپل اغېز او تجربو په استفادې او د لویو زیربنایي جوړښتونو په رغولو سره خپل مقام او زور ثابت کړي.

یو بل فرصت، چې چینایي مشرتابه ته د یو کمربند، یوې لارې پروژې د پراختیا لپاره په لاس ورغی، د امریکا په متحدو ايالتونو کې واک ته د ډونالډ ټرمپ تر رسېدو وروسته، د ۲۰۱۷ زېږديز کال په جنورۍ میاشت کې د نوموړي له خوا د ارام سمندر د مشارکت لغوه کول و. د دغه مشارکت له لغوه کېدو مخکې د سنګاپور لومړي وزير ګواښ کړی و، چې د متحدو ایالتونو له خوا د یاد مشارکت لغوه کېدل به په سیمه کې د متحدینو تر منځ د امریکا پرستېژ ته سخت زیان ورسوي.

دوام لري....

]]>
hameedwardak20@gmail.com (جاوید کوټوال) اقتصادي خبرونه Tue, 26 Sep 2017 04:07:22 +0000
ازبکستان او افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا پر سر خبرې کړې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14062-2017-09-25-11-37-29 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14062-2017-09-25-11-37-29 د ازبکي رسنیو د راپور له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې له افغان حکومت سره یې د ګډې رېل پټلۍ د پراختیا پر سر خبرې کړې دي. د معلوماتو له مخې دواړو لورو د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د ازبکستان په ترمېز ښار کې سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې ازبک او افغان پلاوي د پټلۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی او په دې برخه کې یې پر دوه اړخیزو همکاریو بحثونه کړي دي. سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د رېل پټلۍ په اړه د همکاریو لپاره د یوې دوه اړخیزې هوکړې د لاسلیکولو په اړه هم خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان استازیتوب د یما شمس کاوه.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Mon, 25 Sep 2017 11:36:33 +0000
د شیرخان بندر عواید د پخوا په پرتله راکم شوي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14049-2017-09-24-10-49-34 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14049-2017-09-24-10-49-34 د کندز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر مسعود وحدت رسنیو ته ویلي، چې د شېرخان بندر د ادارو ترمنځ د نه همغږۍ او بېلابېلو قوانینو پر وخت نه پلي کیدو له امله د یاد بندر د عوایدو راکمیدو تر څنګ افغان سوداګر له زیاتو ستونزو او ناهیلیو سره مخ کړي دي. د وحدت په خبره په تیرو کلونو کې د شیرخان بندر عواید د اوس په پرتله څو برابره ډیر وو. نوموړی په دغه سوداګریز بندر کې د عوایدو کمېدلو اصلي لامل په قانون کې د ستونزو او قوانیونو پر وخت نه پلي کېدو له امله یادوي. شېرخان بندر د هېواد یو له مهمو سوداګرېزو بندرونو دی چې له لارې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات کیږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Sun, 24 Sep 2017 10:49:10 +0000
د کندهار والي: په چابهار بندر کې ۱۶۷ افغان سوداګرو پانګونه کړې ده http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14044-2017-09-24-04-09-11 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14044-2017-09-24-04-09-11 زلمی ویسا چې تازه د ایران له سفره راستون شوی وايي، چابهار له سیمې سره د افغانستان د اتصال غوره ټکی دی. هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ایران ته یې په خپل سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي، پراختیايي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي. د زلمي ویسا په وینا، همدا اوس په چابهار بندر کې ۱۶۷ افغان سوداګرو پانګونه کړې او هلته یې بېلابېلې فابریکې، ګودامونه او نور جوړ کړي دي. د ده په خبره، ایران افغان سوداګرو ته ۲۵ سلنه تخفیف ورکوي، ځمکې او برېښنا په ډېره ټیټه بیه ورکوي او دغه راز راتلونکي ۲۰ کاله مالیه ورڅخه نه اخلي. والي وویل، د ایران له مشهد ښار څخه د افغانستان تر هرات ښار پورې یې د ۶۰ کیلومتره ریل پټلۍ څخه هم لیدنه وکړه چې چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوي او په همدې ډول له ترکمنستان هم د ریل پټلۍ غځول کېږي او دواړې په هرات کې سره یو ځای کېږي. د دې تر څنګ والي یادونه وکړه چې له چابهار بندر څخه د نیمروز تر ملت بندر پورې د ۱۷۰۰ کیلومتره په واټن سړک جوړېږي چې افغان سوداګر کولای شي خپل تجارتي توکي هند، عربي هېوادونو او نورې نړۍ ته ولېږدوي او په ورته توګه له هغو هېوادونو واردات وکړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Sun, 24 Sep 2017 04:08:48 +0000
افغان پوځ ته زرګونه هاموې زغروال ګاډي اخیستل کېږي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14030-2017-09-23-03-20-47 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14030-2017-09-23-03-20-47 امریکا افغان پوځ ته زرګونه هاموې ټانکونه پېري. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو لپاره د امریکا له اې ایم جنرال کمپنۍ سره د ۴۵،۹ میلیونو ډالرو په ارزښت د (۶۵۷۵) هاموې زغر ګاډو د اخیستلو قرارداد لاسلیک شو. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، چې دغه قرار داد یې پرون لاسلیک کړی دی. دغه کمپنۍ به د هوکړې له مخې د ۲۰۱۸ کال د اګسټ تر ۳۱مې پورې دغه زغر ګاډي جوړ او افغان حکومت ته وسپاري. د سرچینې په وینا د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د ځمکنیو او هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې پیل کړې او په وروستي یوه کال کې یې په همدې موخه د الوتکو، زغرګاډو او نورو وسلو او وسایلو څو لوی قراردادونه له بېلابېلو کمپنیو سره لاسلیک کړي دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Sat, 23 Sep 2017 03:20:23 +0000
په نوي ډهلي کې د افغان او هندي پانګه والو ګډ نندارتون جوړېږي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14019-2017-09-21-06-43-45 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14019-2017-09-21-06-43-45 په نوي ډهلي کې د افغانستان- هند د سوداګرۍ او پانګونې ستر نندارتون جوړېږي. د هندي رسنیو د راپور له مخې دغه نندارتون د سپټمبر په ۲۷مه جوړېږي او څلور ورځې به دوام کوي. په نندارتون کې به د افغانستان او هندوستان سوداګر او پانګوال برخه اخلي همدا راز به د نړۍ له ګوټ ګوټ مشهور سوداګر هم ورته راځي. د رسنیو د راپور له مخې هند وروسته تر دې دا کار کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکارۍ ډېرې کړي. د هندي چارواکو په وینا موخه یې دا ده، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره پانګوال وهڅوي او همدا راز سوداګر دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو فرصتونو ته متوجه شي. هېره دې نه وي، چې یو اس ای آی ډي ددغه نندارتون مالي ملاتړ کوي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Thu, 21 Sep 2017 06:37:10 +0000
هغه مالي پرېکړې چې راتلونکي کې به مو پښېمانه کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14009-2017-09-20-05-08-28 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14009-2017-09-20-05-08-28 کله چې انسان څه ګټه وټه پيل کړي او له مالي پلوه خودمختار شي؛ نو د خپل اقتصادي حالت مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.

له اقتصادي پلوه ځان بسیا کول د انسان په زیار، خوارۍ او ځیرکتیا پورې اړه لري.

ځينې خلک خواري کوي، ستونزې ګالي، شپه او ورځ کار کوي؛ خو پيسې بې پلانه لګوي. دا چاره په راتلونکي کې لويې ستونزې جوړولای شي.

هغوی چې د نن غم ورسره وي او د سبا په اړه فکر نه کوي؛ کله چې په فزیکي لحاظ کمزوري شي؛ بیا پته ورته ولګي، چې نه يې ځان او نه يې کورنۍ ته څه پيسې سپمولې دي.

خو هغه خلک چې له لږ ګټې سره سره لګښتونه په ډېر فکر سره کوي، نه یوازې له مالي پلوه نه کمزوري او نه خپه کېږي، بلکې د راتلونکې له پاره سپما هم کولی شي.

هغوی چې په ورځني ژوند کې د پاموړ ګټه او عایدات لري؛ خو خپل ورځني لګښت ته پام نه کوي،  نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، بلکې د راتلونکي لپاره شمتني یا سرمایه هم نه شي ساتلی.

دلته په ژوند کې ځينې داسې مالي پرېکړې را اخلو، چې په ښکاره خو ښې برېښي، خو په راتلونکي کې پېښماني لري.

۱ـ  د راتلونکي لپاره د پیسو نه سپمول

په امریکا کې یوې څېړنې ښوودلې، چې ډېری وظیفه لرونکي کسان د خپلې دندې پر مهال له بانکونو په پور موټر او یا کور اخلي، بیا ورته په قسطونو پیسې ورکوي.

څېړنې ثابته کړې، همدا لامل دی، چې دا خلک د خپل راتلونکي لپاره هېڅ نغده شتمني نه لري او دوی هغه وخت چې له دندې تقاعد شي او پر کور کېني، په تېر وخت پسې لاسونه مروړي.

نو که تاسو غواړئ چې له ورته پښېمانۍ سره مخ نه شی، سر له همدا نن څه اندازه پيسې سمپا کړئ چې په راتلونکې مو په درد وخوري.

۲ـ تفرېح او سياحت نه کول

ځينې خلک فکر کوي، چې په چکر تلل یا تفرېح کول هسې بې ځایه کار او لګښت دی؛ خو دا انګېرنه ناسمه ده.

په یوه امریکايي سروې کې له هغو کسانو چې ډېر شته لري، پوښتل شوې، هغه کوم کار دی چې دوی نه دی کړی او اوس پښېمانه دي؟

دوی ټولو ورته ويلي، چې "سياحت او تفرېح"

ډېرو کمو کسانو ويلي چې کورونه يا ځينې نور اړين توکي يې نه دي پېرلي، خو ډېرو يې ورته ويلي، چې درېغه هغه وخت يې یو څه پیسې پر چکر او تفرېح هم لګولې وای.

روغتیايي څېړنې ښيي، چکر ته تلل د انسان جسمي او ذهني روغتیا ته خورا ګټه لري.

په سفر تلل او له بېلابېلو خلکو سره ناسته پاسته اړیکې پراخوي، چې له امله يې ځينې نوي چانسونه او د ګټې نوې لارې چارې پیدا کېږي.

۳ـ پر ځان پانګونه نه کول

پر خپل ځان د پیسو داسې لګښت چې له امله يې ستاسو په صلاحیتونو او وړتیاوو کې زیاتولی راځي، خپله یو ډول پانګونه ده. د بېلګې په ډول: له خپل مسلک سره سم په نویو کورسونو کې ګډون، د نویو ژبو زده کول او داسې نور لګښت نه بلل کېږي. دا چاره ستاسو وړتیاوې زیاتوي او ستاسو په پرمختګ کې لوی لاس لرلی شي.

۴ـ  په یو ځل د شتمنېدو هيله

هغوی چې تل په یوځل د شتمنېدو هیله او خوب ویني، ښه نه کوي. هغوی چې نن سبا شتمن دي، لارښوونه کوي، چې تاسې د شتمنېدو لپاره سر له نن او له کوچنۍ ګټې پیل وکړئ.

که تاسې ټول عمر د یوې معجزې په تمه پاتې کېږی چې شتمن شی؛ نو دا فکر مو ناسم دی.

دوی باور لري، چې د شتمنېدو پر لور باید ګامونه اوچت کړای شي؛ خو دا چاره باید د خپلې ورځنۍ لږې ګټې څخه پيل شي. د مثال په ډول: که لس ډالره عايد ولرئ، دوه ډالره يې وسپموئ.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (ګلاب هېواد) اقتصادي خبرونه Wed, 20 Sep 2017 05:07:33 +0000
وسله والو لغمان او ننګرهار ته د برېښنا لېږدول شوي مزي پرې کړې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14007-2017-09-19-11-32-55 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14007-2017-09-19-11-32-55 چارواکي وایي،  چې د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا مزي د وسله والو له لوري پرې شوي دي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، چې نن غرمه یوولس نیمې بجې د سروبي ولسوالۍ د اوزبین مستۍ چینې په سیمه کې وسله والو طالبانو له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي په ډزو ویشتي دي. د برېښنا لینونو د پرې کېدو له کبله په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه بې برخې شوې دي. نوموړی وایي، د لینونو د پرې کېدو علت معلوم نه دی، خو دوی سیمې ته قومي مشران لېږلي ترڅو له وسله والو سره خبرې وکړي او بېرته د برېښنا پرې شوي لینونه وتړي. د کابل سروبي ولسوالۍ څه لغمان او ننګرهار ته لېږدول شوې برېښنا ډېر کله د باد باران او وخت ناوخت بیا د وسله والو ډلو له لوري پرې کېږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Tue, 19 Sep 2017 11:31:55 +0000
پاکستان په واګه بندر کې د افغان سوداګرو موټرونه درولي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13992-2017-09-18-09-42-22 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13992-2017-09-18-09-42-22 په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د تازه میوو موټرونو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي. افغان سوداګرو ویلي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې هند ته د تلو په هدف، د افغان سوداګرو په خټکیو او میوو بار موتړونو ته د نامعلوم علت له امله، له واګه بندر د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي. یو تن افغان سوداګر رحم الدین حاجي اغا په خبره، تر دې دمه ۲۰ ټنه خټکي خراب شوي او که چېرې دا لړۍ اوږده شي، نور خټکي او تازه میوې به هم خرابې شي. واګه د هند او پاکستان ترمنځ سوداګریز بندر دی چې تر ډېره افغان سوداګر له همدې لارې، خپل سوداګرېز توکي هند ته صادروي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Mon, 18 Sep 2017 09:41:53 +0000
د افغانستان د مېوې صادرات اته سلنه لوړ شوي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13951-2017-09-14-11-12-34 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13951-2017-09-14-11-12-34 له افغانستانه نورو هېوادنو ته د میوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله اته سلنه ډېره شوي دي. د چارواکو په وینا، د صادراتو د کچې د زیاتوالي لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلیز رامنځته شو او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړل. د مسوولینو په خبره چې سږ کال ۹۰ زره ټنه انگور، انار او زردالو بهر ته استول شوي، چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي. د سوداګرۍ خونې د صاراتو مسوول میرزمان پوپل له هند سره د افغانستان د هوایي دهلیز رامنځ ته کېدل د میوو د صادراتو د زیاتیدو اصلي لامل بولي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Thu, 14 Sep 2017 11:12:12 +0000