يكشنبه, 04 چنګاښ 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ترکي ځواکونو لومړنۍ ډله قطر ته رسېدلې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 03:41

راپورونو له مخې دغه ډلې د دوحې ښار ته نږدې د طارق بن زیاد په نظامي اډه کې له قطري پوځيانو سره خپل تمرینات پیل کړي دي. راپورونه ښيي چې دغه نظامي ډلې له ځان سره ټانګونه هم وړي دي. د ترکیې ځواکونه وروسته له دې قطر ته ولاړل، چې د قطر او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې او د ترکیې پارلمان قطر ته د پوځيانو د لېږلو فرمان صادر کړ. بل پلو بحرین بیا له قطر غوښتي چې د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې دې خپل سرتيري له دغه هېواد وباسي. دغه پوځيان له ۲۰۱۴ کال راهیسې له داعش او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره په بحرین کې پراته وو، خو بحریني چارواکو ویلي چې تر ۴۸ ساعتونو پورې دې دغه پوځيان له یاد هېواد و ایستل شي.

Addthis

 




مل پاڼې