شنبه, 28 زمری 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایران او چین پرون هرمز تنګي ته نژدې پوځي تطبیقات وکړل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 05:41

دا پوځي تطبیقات په داسې حال کې کېږي چې په خلیج کې د ایران او امریکا د سمندري ځواکونو ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی. د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا خبر ورکوي، چې په دې تطبیقاتو کې د ایران یوې او د چین دوو کښتیو او همدا راز یوې لوژستیکي کښتۍ او یوې چینايۍ هلیکوپټرې برخه درلوده. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران شاوخوا ۷۰۰ سمندري ځواکونو په پرونیو تطبیقاتو کې برخه درلوده. دا له ۲۰۱۴ کال وروسته د ایران او چین لومړي سمندري پوځي تطبیقات دي. د امریکا پوځ هم د شنبې په ورځ په خلیج کې د قطر له سمندري ځواکونو سره ګډ پوځي تطبیقات وکړل. د نړۍ له درېیو یوه برخه تیل د هرمز د تنګي له لارې لېږدول کېږي او په خلیج کې د امریکايي او ایراني جنګي کښتیو ترمنځ په تیرو څو کلونو کې څوځلي کړکېچن حالت رامنځته شوی دی.

Addthis

 




مل پاڼې