يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د لندن د نن سهار پېښه ترهګريز بريد وو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 10:31

د لندن پوليسو ويلي، په دې ښار کې پر لمونځ کوونکو د دوشنبې ورځې د سهار بريد ترهګريز بريد ته ورته دی. نن سهار يوه بريدګر د لندن په مسلمان مېشتې سيمه کې د سړک غاړې ته پر لمانځه ولاړ کسان په موټر ووهل چې له امله يې يو تن ووژل شو او ۱۰ نور ټپيان دي. د لندن پوليسو ويلي، چې په پېښه کې د ترهګريزو بريدونو ټولې نښې شته او اټکل کيږي، چې د ترهګريز بريد په توګه وپېژندل شي. د لندن ښاروال صادق خان بريد غندلی او له قربانيانو سره يې غمشريکي کړې ده. د انګلستان لومړۍ وزيرې هم وړاندې پېښه ترهګريز بريد بللی وو او له قربانيانو او د قربانيانو له خپلوانو سره يې غمرازي کړې وه. د فرانسې خبري آژانس د پېښې د شاهدانو له قوله ويلي، چې بريدګر د بريد پر مهال د مسلمانانو د وژلو نارې وهلې. بريدګر پوليسو نيولی او پلټنې ترې روانې دي.

Addthis

 




مل پاڼې