يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایران وایي پر امریکايي ځواکونو به بریدونه وکړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 17 تله 1396 ساعت 03:59

ایران وايي که امریکا پر دغه هېواد لا ډېر بندیزونه وضع کړي، نو په سیمه کې به ددوی نظامي اډې په نښه کړي. د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ددغه هېواد د سپاه پاسداران د مشر جنرال محمد علي جعفري له خولې لیکلي، چې ایران به په سیمه کې د امریکا پر نظامي اډو د توغندیو بریدونه وکړي. جعفري د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که امریکا پر ایران نور بندیزونه وضع کوي، نو خپلې اډې دې د ایران له پولو ۲ زره کیلومتره لرې کړي. نوموړي دا هم ویلي، چې که امریکا د ایران سپاه پاسداران ترهګره ډله وبولي نو دوی به د امریکا ټول پوځ ته د ترهګر په سترګه وګوري. جعفري په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې، چې ټرمپ غواړي له ایران سره پر شته اټومي هوکړه له سره کتنه وکړي. هغه ویلي چې خپله وروستۍ پرېکړه به ډېره ژر اعلان کړي.

Addthis

 




مل پاڼې