يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د نواز شریف زوم په هوايي ډګر کې نیول شوی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 17 تله 1396 ساعت 04:01

د پاکستان د ملي احتساب ادارې په حکم د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف زوم او د مریم نواز مېړه محمد صفدر په اسلام اباد هوايي ډګر کې ونیول شو. محمد صفدر له مریم نواز سره د خواښې کلثوم نواز د پوښتنې لپاره لندن ته تللی و. کلثوم نواز سرطان ناروغي لري او هلته یې درمنله کېږي. د محمد صفدر د هرکلي لپاره د مرکزي حکومت پر وزیرانو سربېره د مسلېم لیګ کارکوونکي هم هوايي ډګر ته تللي وو. د ملي احتساب ادارې د روانې میاشتې په دویمه محمد صفدر ځکه د ضمانت وړ ونه باله او د نیولو حکم یې وکړ چې نوموړی تېره میاشت محکمې ته ورغلی نه و. په ستره محکمه کې د نواز شریف او د هغه د زامنو په تړاو د پاناما اسنادو په دوسیو کې د محمد صفدر ځواب ویل هم ضروري بلل شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې