يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا او ترکیې د یو بل وګړو ته ویزې ورکول وځنډول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 17 تله 1396 ساعت 10:45

ترکیه او امریکا چې په ډيپلوماټیکو ناندریو کې ښکېل دي، د یو بل وګړو ته یې د ویزې ور کول وځنډول. په واشنګټن کې د ترکیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خپلو کارکوونکو د امنیت خوندي کولو په هکله د امریکا د حکومت ژمنه بیا ارزوي. ترکیې تېره اونۍ په استنابول کې د امریکا د سفارت یو کارکوونکی په جاسوسۍ او د دغه هېوا د حکومت د پرځولو په هڅه تورن کړ او ویې نیو. واشنګټن کې د ترکیې سفارت وايي دا پېښې ترک حکومت مجبوروي چې د خپلو چارو او کارکوونکو د امنیت خوندي کولو په هکله د امریکا د حکومت اراده وارزوي. د امریکا او ترکیې اړیکي د ۲۰۱۶ کال د جولای پر ۱۶ له ناکامې کودتا راهیسې ښې نه دي. دا چې دغه د وېزې ورکړه به تر کومه ځنډېدلې وي په اړه یې معلومات نشته دي.

Addthis

 




مل پاڼې