يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



روسیه: د ایران د اټومي هوکړې ملاتړ کوو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 09:44

روسیه وايي که امریکا د ایران له اټومي هوکړې په شا شي بدې پایلې به ولري. روسیې تر هغه وروسته یادې څرګندونې کړې، چې امریکا له ایران سره د اټومي تړون د ماتولو خبرداری ورکړ. د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې که امریکا دا کار وکړي په نړیواله کچه به بدې پایلې ولري. هغه زیاته کړې، چې له ایران سره شته تړون د ټولو لویو او قوي هېوادونو په خوښه شوی دی نو امریکا یې د ماتولو حق نه لري. دده په وینا مسکو له دغه تړون په کلکه ملاتړ کوي.

Addthis

 




مل پاڼې