يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې خپلو ځواکونو ته د تیارسی امر کړی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 09:54

امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې خپلو ځواکونو ته د تیارسی امر کړی دی. د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس خپلو پوځيانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې لا هم امریکا هڅه کوي د شمالي کوریا ستونزه د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي، خو که داسې و نه شي نو امریکايي ځواکونه دې د نظامي اقدام لپاره تیار وي. متیس تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د شمالي کوریا پر وړاندې نظامي اقدام به خورا خطرناک وي نو ځکه د امریکا لومړنۍ هڅه د ستونزو ديپلوماتیک حل دی. شمالي کوریا هم بیا په ځلونو د امریکا د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې راکټونه یې د امریکا د پوښښ وړتیا لري او له کومې وېرې پرته به پر امریکا او ددغه هېواد پر نظامي اډو بریدونه وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې