يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



عراقي محکمې د ځینو کردستاني چارواکو د نیولو امر کړی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 04:11

عراقي محکمې د کردستان ټولپوښتنې کمیسیون د مشر نیولو امر کړی. یوه اونۍ وړاندې د سپتمبر پر ۲۵مه په عراق کې عالي محکمې ټولپوښتنه له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې وه او د مخنیوي امر یې کړی و. د عراق یوې محکمې د کردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې اړوند کمیسیون د مشر نیولو امر کړی. کردستان له عراقه د خپلواکۍ د اخیستو په پلوۍ رایه ورکړه. د عالي قضايي ارګان ویاند قاضي عبدالستار بیرقدار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رصافه محکمې د ټولپوښتنې د کمیسیون د مشر او غړو د نیولو امر یې کړی دی. فرانس پرېس خبري اژانس وايي، د نیولو په امر کې د کمیسیون د مشر هندرین صالح او دوو نورو غړو نیول هم راغلي. تر اوسه د کردستان حکومت د محکمې پر دغه حکم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Addthis

 




مل پاڼې