جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په عربستان کې د سل ملیارده ډالرو فساد په تور ۱۹۹ کسان نیول شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
جمعه 19 لړم 1396 ساعت 04:46

د سعودي عربستان لوی څارنوال وايي، تېرو څو لسیزو کې دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۰۰ میلیادره ډالره په ټګۍ برګۍ او یا فساد کې استعمال شوي دي. شیخ سعود المجیب ویلي، د فساد د ضد یوه پراخ کمپاین په پایله کې له ۱۹۹ کسانو پوښتنې ګروېږنې کېږي. شیخ المجیب د دغو کسانو نومونه نه دي اخیستي، خو ویل کېږي چې معتبر شهزادګان، وزیران او مهم سوداګر په کې شامل دي. د شیخ المجیب په خبره د دغو ناسمو کړنو په تړاو مهم ثبوتونه شته دي. نوموړي دغه راز ویلي، چې د مملکت عادي راکړه ورکړه دغو تحولاتو سره نه ده اغېزمنه شوې، بلکې یوازې شخصي بانکي حسابونه کنګل شوي دي. د شیخ المجیب په خبره هغه عالي کمېټه چې د دغو قضیو څېړنې لپاره د شاهي حکم پر بنسټ او د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په مشري جوړه شوې، په ډېره چټکۍ کار کوي. نوموړي ویلي تر اوسه ۲۰۸ کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره غوښتل شوي دي او له دوی نه اووه کسان له کوم تور لګېدو پرته بېرته کورونو ته ستانه شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې