جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نیکولسن: که پاکستان مو خبره و نه مني ښايي ډېر څه له لاسه ورکړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 04:06

که پاکستان پر ترهګرو فشار زیات نه کړي نو ښايي ډېر څه له لاسه ورکړي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولس له امریکا غږ انګلیسي سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان دې پر ترهګرو ډلو فشار زیات کړي په دې سره به ډېر څه تر لاسه کړي، خو که د ترهګرو او امریکا د دښمنانو پر وړاندې ګامونه اوچت نه کړي نو ښايي ډېر څه له لاسه ورکړي. جنرال جان نیکولسن همدا راز ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران پاکستان ته سفر کوي او هلته به د ډېرو مهمو مسایلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي. هغه زیاته کړې، چې دغه مسایل ډېر مهم او پټ دي نو ځکه یې په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

Addthis

 




مل پاڼې