جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



هندوستان ټایمز: پاکستان په سیمه کې د ترهګرو اصلي ځاله ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 09:17

هندوستان ټایمز ورځپانې لیکي د بریټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې ویلي چې پاکستان د ترهګرو اصلي مرکز دی. ده ویلي په افغانستان کې د حقاني او داعش ډلو بریدونه زیات شوي، خو پاکستان د دې ستونزې په مخنیوي کې نه یوازې دا چې کمزوری بلکې د ترهګرو په مرکز بدل شوی. ورځپانې په داسې حال کې په دې اړه مطلب خپور کړی چې ناټو هم تېره اونۍ په بروکسل کې ویلي وو، چې په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو شتون د سیمې او افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړی دی. د ناټو سازمان سرمنشي دا هم ویلي و، چې دوي په دې اړه له اسلام اباد سره خبرې کړې خو دوي ورته پام نه کوي. دغه بریټانوۍ ورځپاڼه همدارنګه ویلي، څو ساعته وروسته له هغه چې داعش ډلې اعلان وکړ چې د دوی ویب پاڼې څوک نه شي هک کولی، یوه ډله مسلمان هک کرانو د دغې ډلې تبلیغاتي پاڼو ته ننوتلي او د دغې ډلې د اړوند شاوخوا دوه زره کسانو ایمیل ادرسونه یې خپاره کړي دي.

Addthis

 




مل پاڼې