دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



روسیې او مصر د پوځي همکاریو هوکړه کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
جمعه 10 ليندی 1396 ساعت 06:38

روسیه له مصر سره د هغې پوځي هوکړې د طرحې متن خپور کړی چې په لړ کې به یې دواړه هېوادونه وکولی شي د یو بل له هوايي حریم او پوځي اډو کار واخلي. د مصر او روسیې ترمنځ د پوځي هوکړې مسوده یوه ورځ وروسته له هغه په ډاګه کیږي چې د روسیې دفاع وزیر سیرګې شویګو مصر ته تللی و او له ولسمشر عبد الفتاح السیسي او خپل مصري سیال صدقي صبحي سره یې کتلي و. په راپورونو کې ویل شوي چې د یاد شوي متن په اړه له مصري چارواکو سره خبرې شوي او دغه متن د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدف تایید کړی دی. مصري چارواکو په ښکاره د دې هوکړې په اړه څه نه دي ویلي خو امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د مصر یوې پوځي سرچینې تایید کړې چې د مصر او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

Addthis

 




مل پاڼې