دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکا د استخباراتو مشر د ایران یوه جنرال ته خبرداری ورکړی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 11:23

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي. آی. اې» رئيس وايي، د ایران جګپوړي جنرال ته یې په یوه استولي لیک کې خبرداری ورکړی چې په عراق کې د ايران پلوه ځواکونو له خوا د امریکا پر ګټو د هر راز حملې مسؤلیت به د تهران پر غاړه وي. مایک پومپیو وویل، دا لیک یې د دې لپاره واستاوه چې په عراق کې ایراني جنرال قاسم سلیماني یادونه کړې وه چې د ده ځواکونه ممکن په عراق کې د امریکا ګټې تهدید کړي. ده دا هم وویل چې سلیماني د ده لیک نه دی پرانیستی. سلیماني د بهرنیو هېوادونو لپاره د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک د قدس قوې قوماندان دی. د ایران دولتي خبري اژانس فارس نیوز د ایران د یوه پوځي چارواکي په قول ویلي چې په عراق کې د دوی قوماندان لیک نه دی پرانیستی، ځکه چې له امریکا سره د خبرو لپاره کومه مشترکه وجه نه لري. دغه ایراني چارواکي نه دي ویلي چې لیک کله وررسېدلی دی.

Addthis

 




مل پاڼې