دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



یو سړی د تیریزا مې د وژلو د پلان په تور محاکمه کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 12:52

په پام کې ده یو سړی د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزا مې د وژلو د پلان جوړولو له کبله محکمه کې حاضر شي او رسماً د هغې د وژلو پلان جوړولو تورن شي. دغه تورن کس هوډ درلود یوه چاودېدونکې وسیله د لومړۍ وزیرې د اوسېدو دروازه ته څېرمه وچووي. دا هم ویل شوي، چې دغه سړي غوښتل لومړۍ وزیره په چړې ووهي او هغه ووژني. د تورن سړي نوم نیمور زکریا رحمن یاد شوی چې ویل کېږي ۲۰ کلن دی او د لندن شمال کې اوسېږي. د لندن د پولیسو په وینا، د محمد عقیب عمران په نوم یو ۲۱ کلن ځوان، چې برمینګهام کې اوسېږي، د ترهګریزو کړنو طرحه کولو په تور نیول شوی. پولیس زیاتوي، زکریا رحمن د ترهګریزو کړنو د لومړنیو کارونو په ترسره کولو تورن دی او دویم تورن له هغه سره همکاري کړې ده. پولیس وايي، دا دواړه کسان د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۸مه نیول شوي، خو تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

Addthis

 




مل پاڼې