دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو سفارتونو ساتنې لپاره نوي ځواکونه ګوماري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 12:53

د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو په منځني ختیځ کې د خپلو سفارتونو د ساتنې لپاره پلي سمندري ځواکونه ګومارلي دي. دوی وايي، دا ګام یې د ممکنه ترهګریزو اعمالو د مخنیوي په پار کړی. د امریکا دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو تېره ورځ ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر ټرمپ به د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړي چې په اسراییلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي. په اسرائیلو کې د امریکا سفارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د قدس، لوېدیځ قدس او لوېدځ تراډې پر واټونو له ګرځېدو ډډه وکړي. سفارت وايي، امریکایان باید په شخصي ډول د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ولاړ نه شي او نه هم هغو سیمو ته ولاړ شي چې هلته د اسرائیلي پوځي او امنیتي ځواکونو ډېره ګڼه ګوڼه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې ځانونو ته ډېر پام وکړي. د شنونکو په باور، اوس وېره دا ده چې د ټرمپ له پرېکړې وروسته منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونه له ستونزو سره مخامخ شي. د امریکا رسنیو د پوځي چارواکو له خولې ویلي، د پلي سمندري ځواکونو ګومارل د احتمالي اړدوړ د مخنیوي په خاطر ترسره کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا دیپلوماتان او استازولۍ خوندي وي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرجنرال مایک انډروز ویلي: "دفاع وزارت اړین ګامونه اخلي، چې په مټ به یې په نړۍ کې د امریکایانو او امریکايي ګټو پروړاندې ګواښونه او خطر راټیټ شي". قدس ته د امریکا د سفارت لېږدېدو له پرېکړې وروسته عربي نړۍ او اروپا کې توند غبرګونونه ښودل شوي د امریکا دولت هوډ لري چې بیت المقدس نن رسماً د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د دوو- درېو کلونو په موده کې د سفارت جوړولو چارې ناشونې دي، یعنې د ډونلډ ټرمپ په لومړۍ ولسمشریزه دوره کې په بیت المقدس کې سفارت نه شو پرانیستلی.

Addthis

 




مل پاڼې