دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پخوانی دیکتاتور او اوسنی ترهګر د ټاکنو لپاره سره یو ځای کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 16 ليندی 1396 ساعت 10:34

د پاکستان پخوانی دیکتاتور وایي له حافظ سعید سره یو ځای کېږي. پرویز مشرف ویلي، چې د حافظ سعید ګوند به له ځان سره یو ځای کړي او په راتلونکو ټاکنو کې به برخه واخلي. حافظ سعید چې د ملګرو ملتونو او امریکا د ترهګرو په لېست کې شامل دی، په لاهور کې ژوند کوي او په ګڼو ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن دی. هغه څه موده وړاندې د پاکستاني حکومت له لوري نظربند شوی و، خو اوس بېرته ازاد دی او فعالیتونه یې پيل کړي دي. امریکا د پاکستان دغه کار غندلی و. اوس پرویز مشرف به خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د حافظ سعید له ګوند او څو نورو ګوندونو سره یو ځای کېږي او په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي.

Addthis

 




مل پاڼې