نړۍ http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news Sun, 17 Dec 2017 08:02:15 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir له پاکستان د ۲۰ نړیوالو سازمانونو د وتلو امر شوی دی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14922-2017-12-16-08-16-40 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14922-2017-12-16-08-16-40 د پاکستان حکومت ویلي هغه سازمانونه به له پاکستان وباسي چې د نوو قوانینو له مخې یې ځان له حکومت سره نه دی ثبت کړی. د پاکستان حکومت وايي اوس یې نړیوالو بنسټونو او سازمانونو ته د فعالیت لپاره قوانین سخت کړي دي او هغه سازمانونه به و ایستل شي چې ځانونه یې ثبت کړي نه دي. د پاکستان په حکومت کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ۱۹ نورو سازمانونو د اسنادو څېړنه هم روانه ده، چې تر ارزونې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Sat, 16 Dec 2017 08:15:11 +0000
ټرمپ او پوتین د شمالي کوریا پر ستونزې ټلېفوني خبرې کړې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14920-2017-12-15-07-54-09 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14920-2017-12-15-07-54-09 د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا پر وضعیت له خپل روسي سیال ولادیمير پوتین سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي. د کرملین ماڼۍ خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو په کوریا ټاپووزمه کې د اټومي کړکېچ پر هواري او د څو نورو کړکېچنو سیمو پر وضعیت له یو بل سره غږېدلي دي. سپینې ماڼۍ هم په خبر پاڼه کې ویلي، دواړو خواوو د شمالي کوریا د "خطرناک وضعیت" د پای ته رسولو لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی. په خبر پاڼه کې دا خبره هم شوې چې ولسمشر ټرمپ پوتین له دې وستایه چې د امریکا اقتصادي کړنلاره یې ستایلې وه. پوتین پرون په مسکو کې د کلني خبري کنفرانس په ترڅ کې د ټرمپ اقتصادي لاسته راوړنې وستایلې. ولادیمیر پوتین پخپلو خبرو کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه یو ځل بیا رد کړې ده.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Fri, 15 Dec 2017 07:53:39 +0000
سروې: قبایلي سیمې د تعلیم په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14914-2017-12-15-02-54-52 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14914-2017-12-15-02-54-52 پاکستان کې قبایلي سیمې د تعلیم په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې دي او خیبر پښتونخوا په پنځمه برخه کې راغلې ده. په پاکستان کې د تعلیم لپاره کارکوونکې یوې غیر دولتي ادارې اعلان کړی، چې د پاکستان د معیاري تعلیم په برخه کې د اتو سیمو سروې یې کړې، چې قبایلي سیمه یا فاټا تر ټولو وروسته پاتې سیمه په ګوته شوې ده. راپور زیاتوي چې په هیواد کې جنسي توپیر یا د ښځو او نارینو برابرۍ کې فرق دومره زیات دی، چې د پاکستان د ۵۵ څخه هم زیات شمیر برخو کې د ښځینه و زده کونکوو شمیرې له ۱۰۰۰ څخه هم کمې دي. د ۲۰۱۷ م کال درجه بندي ښیي، چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب ځینو ښوونځیو کې ښه والی راغلی وي، خو بلوچستان، قبایلي سیمې او د سند تعلیمي معیارونو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوې.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Fri, 15 Dec 2017 02:40:14 +0000
امریکا او چین: د شمالي کوریا له سقوط وروسته باید اړین تدابیر ولرو http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14913-2017-12-14-16-10-34 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14913-2017-12-14-16-10-34 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له چین سره یې پر دې خبرې کړې دي، چې د شمالي کوریا له سقوط وروسته باید په سیمه کې د پېښېدونکو ګډوډیو مخه څه ډول ونیسي. رېکس ټیلرسن ویلي، چېن او امریکا پر دې خبرې کړې دي، چې په بیړنیو حالاتو کې باید د شمالي کوریا له هستوي پروګرام څخه په سم ډول ستانه وشي، تر څو د سیمې لپاره کوم ګواښ پېښ نه کړي. دوی وایي په مخ پر وده هېوادونو کې، چې لا هم پوره ظرفیت نه لري، د هستوي پروګرام غني کول ستونزې را ولاړولای شي. ټېلرسن ویلي دا ډېره مهمه ده، چې د احتمالي پېښو لپاره باید مخکې له مخکې تیاری ولرو، ځګه د ګډوډۍ په صورت کې د دې امکان شته چې د شمالي کوریا اتومي پروګرام د تروریستي ډلو لاسته ولوېږي او د سیمې لپاره په لوی سرخوږي بدل شي. ټېلرسن ویلي، داسې هم ویل کېږي، چې که په شمالي کوریا کې جګړه پیلېږي، لومړی هېوادونه چې ډېر زیان به ویني جنوبي کوریا او جاپان دي، چې دې ټولو اړخونو ته باید پام وشي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Thu, 14 Dec 2017 16:09:34 +0000
په سوریه کې د امریکا په یوه هوایي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14905-2017-12-14-06-47-01 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14905-2017-12-14-06-47-01 په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د هوایي ائتلاف په برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي. دغه هوایي برید د سوریې په ختیځ کې امریکایي هوایي ځواکونو کړی دی. د سوریې د بشري حقونو بنسټ چې مرکز یې په امریکا کې دی وایي، امریکایي ځواکونو غوښتل چې په دیر الزور سیمه کې د داعش ډلې وسله وال په نښه کړي، چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دوی وایي، په دغه پېښه کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي، چې اته تنه په کې ماشومان دي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Thu, 14 Dec 2017 06:46:29 +0000
محمود عباس: قدس به تر ابده د فلسطین پلازمېنه وي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14903-2017-12-13-10-41-29 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14903-2017-12-13-10-41-29 د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس وایي، قدس د فلسطین پلازمېنه ده او تر ابده به وي. نوموړي دغه څرګندونې نن په ترکیه کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ دوروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډې ته د خبرو پرمهال کړې دي. ده ویلي، د بالفورله بیانیې څخه ۱۰۰ کلونه ترېږي، انګلیس د فلسطین ځمکه د صیهونیزم په واک کې ورکړه، امریکا دغه چارې ته ادامه ورکړه او بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ. محمود عباس ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: (( ایا تاسو د امریکا کوم ښار صیهونیستیانو ته په ډالۍ کې ورکوئ؟.)) ده یو ځل بیا پر دغه خبره تاکید کړی، چې قدس د فلسطین پلازمېنه ده او تر ابده به وي. نوموړي د ترکیې له ولسمشر څخه مننه کړې، چې دغه غونډه یې را بللې ده. د ۴۸ اسلامي هېوادونو استازي نن د ترکیې په استانبول ښار کې سره را ټول شوي دي تر څو د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې پر ضد خپل غږ سره بدرګه کړي. د عربستان پادشاه ملک سلمان او ولیعهد یې محمد بن سلمان په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون په دغه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی دی.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Wed, 13 Dec 2017 10:40:55 +0000
ردوغان: اسرائیل یو اشغالګر او تروریستي دولت دی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14900-2017-12-13-10-37-52 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14900-2017-12-13-10-37-52 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، اسرائیل یو اشغالګر او تروریستي دولت دی. نوموړي دغه څرګندونه نن په استانبول کې داسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان اضطراري غونډې ته د پرانیستونکې وینا پرمهال کړې دي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان دغه اضطراري غونډه نن په ترکیه کې جوړه شوې ده. اردوغان ویلي: (( نن دلته د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د وروستۍ پرې کړې د غندنې په موخه سره راټول شوي یو او له هغه هېوادونو څخه مننه کوو، چې ددغه پرېکړې په اړه یې غبرګون ښودلی او مخالفت یې ور سره څرګند کړی دی.)) ده نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه، له اخلاقو لرې، پوچه او د فلسطین پر وړاندې د تنبیه په مانا ده. اردوغان ویلي، چې ان لیوان پر مېږو داسې حملې نه کوي، لکه صیهوني ريژیم چې پر فلسطین له ۱۹۴۶ کلونو را په دېخوا کړې دي. د ترکیې ولسمشر د هغه فلسطیني ځوان عکس ته چې د شلو اسرائیلي ځواکونو لخوا کلابند شوی، په اشارې ویلي: (( ښاغلی ټرمپ، ایا اسرائیل یو اشغالګر هېواد نه دی؟.)) اردوغان وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي، چې نړۍ یوازې له امریکا نه ده جوړه شوې، بلکې ۱۹۶ هېوادونه د ملګرو ملتونو د سازمان غړیتوب لري، چې ډېری یې د امریکا پر وړاندې درېدلي او غبرګون یې ښودلی. نوموړي ویلي، دا سمه ده چې امریکا به یو هستوي هېواد وي، خو دا په دې مانا نه ده، چې دوی قوي دي. ده له ټولو هېوادونو غوښتي، چې قدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه وپېژني. اردوغان ویلي، قدس زموږ لپاره سور خط دی.د ترکیې ولسمشر له امریکا غوښتي چې د بیت المقدس په اړه خپله کرغېړنه پرېکړه بېرته واخلي، ځکه په هېڅ صورت دوی د منلو وړ نه ده.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Wed, 13 Dec 2017 10:36:11 +0000
پر پاکستاني عسکرو خونړی برید شوی دی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14894-2017-12-12-10-31-55 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14894-2017-12-12-10-31-55 د رسنیو د معلوماتو له مخې په شمالي وزیرستان کې یوې وسله والې ډلې پر پاکستاني پولیسو وسله وال برید شوی دی چې له امله یې یو لوړپوړی افسر او یو عسکر وژل شوي دي. امنیتي سرچینو ویلي، چې پاتې عسکر په تېښته بریالي شوي او د پېښې په اړه لا ډېرې پلټنې روانې دي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی. ویل کېږي چې په دغه برید کې به ځينې کسان ټپیان شوي هم وي. خو د پاکستان امنیتي سرچینو یوازې دومره ویلي، چې برید خونړی و او دوه کسه پکې وژل شوي دي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Tue, 12 Dec 2017 10:31:31 +0000
ملګري ملتونه : سعودي او امارات دې پر یمن محاصره ماته کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14882-2017-12-11-10-22-14 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14882-2017-12-11-10-22-14 د ملګرو ملتونو عمومي منشي له سعودي نه غوښتي چې ژر تر ژره دې پر یمن محاصره ماته کړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له سعودي او متحده عربي اماراتو نه وغوښتل چې هر څو ژر کیدای شي پر یمن دې خپله محاصره ماته کړي. انتونیو ویلي دي چې د یمن بحران باید د خبرو اترو له لارې حل شي. هغه ویلي د یمن وګړي په بیړنۍ توګه بشري مرستو ته اړتیا لري او سعودي اړ دی چې محاصرې ته د پای ټکی کېږدي. سعودي وروسته تر هغه پر یمن ټولې ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې وتړلي چې په یمن کې د انصارالله ډلې پر سعودي د راکټ ګزار وکړ. په یمن کې له ۲۰۱۴ کال را پدېخوا په کورنیو جګړو کې په زرګونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور یې د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوي دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Mon, 11 Dec 2017 10:21:28 +0000
حسن روحاني: له سعودي سره د اړیکو ښه والي ته چمتو یو http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14869-2017-12-10-11-16-56 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/world-news/14869-2017-12-10-11-16-56 د ایران ولسمشر وایي که سعودي په خپل چلند کې بدلون راولي، دوی ورسره د اړیکو ښه والي ته چمتو دي.د ایران ولسمشر حسن روحاني دا خبرې د ۹۷ کال مالي بودجې د لایحې وړاندې کولو په ترڅ کې وکړې. هغه وویل که سعودي خپل چلند کې بدلون ته چمتو شي دوی حاضر دي ورسره اړیکې ښې کړي. روحاني پر یمن د سعودي په مشرۍ ایتلاف لخوا د بمباریو بندول او له اسرایلو سره په اړیکو کې احتیاط، د دواړو هېوادونو تر مېنځ د اړیکو د ښه والي لومړني شرطونه په ګوته کړل. د ایران او عربستان اړیکې وروسته له هغه پرې شوې چې په ایران کې د یاد هېواد پر سفارت او کونسلګرۍ بریدونه وشول. سعودي، ایران د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورنوي خو ایران تل دا تورونه رد کړي دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) نړۍ Sun, 10 Dec 2017 11:13:46 +0000